2022-01-13

موضوع: واکسین

ليکنه: احمد مصطفی (وردګ)

د معالجوي طب پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

د واکسینو اړوند اصطلاحات:

د Immunity: د یو شخص د انتاني ناروغۍ پر وړاندي ساتل تر څو په انتاني ناروغۍ اخته نه شي د معافیت (immunity) په نوم یادیږي، یعني که یو شخص د یوې انتاني ناروغي په مقابل کی معافیت ولري د اړونده ناروغۍ عامل ته تر مخامخ کېدلو وروسته هم نه ناروغ کېږي.

د Vaccine: هغه مواد یا طبی ترکېب دی چې د ناروغیو په مقابل کي د انسان د بدن دفاعي ځواک تنبه کوي. واکسینونه معمولا د ستنو په وسیله ذرق کېږي خو کېدای شي چي د خولې له لاري او یا هم د پزي له لارې د سپرې په ډول هم استعمال شي.

د Vaccination: هغه کړنه چي په ترڅ کې یی یوه شخص ته واکسین تطبیقیږي تر څو د یوې ځانګړې ناروغۍ څخه وساتل شي.

د immunization: د واکسین په وسیله د یو شخص ساتنه له یوې ځانګړې ناروغۍ څخه د immunization په نوم یادیږې او کله کله دغه اصطلاح د Vaccination په ځای هم کارول کېږي.

معافیتي سیستم او دانسانانو ساتنه له انتاناتو څخه:

د دې لپاره چې پوه شو چې واکسین مو څرنګه له ناروغیو څخه ساتی لومړی باید زده کړو چې د انسان بدن څرنګه له انتاناتو سره جګړه کوي.

کله چې میکروبونه لکه باکتریا وې ، ویروسونه زمونږ پر بدن باندې حمله وکړي وروسته د تکثر څخه د ناروغی د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي دغه میکروبونو ته انتانات ویل کېږي.معافیتي سیستم خپلی بیلابیلې وسیلې ددغه انتاناتو پر ضد کاروي تر څو دغه انتانات له منځه یوسي. دبدن سرې حجرې د بدن ټولو غړو ته اکسیجن رسوي او دبدنسپینې حجرې له بدن څخه دفاع کوي لکه مکروفاژونه،Bلمفوسایټونه،Tلمفوسایټونه.

واکسین له هغو ناروغیوڅخه مخنیوی کوي کوم چې خطرناکې وي اوحتا له هغو ناروغیو څخه چي د مرګ سبب ګرځي.واکسین مو په ناروغیو له اخته کېدلو ساتياو زمونږ د بدن له معافیت سره مرسته کوي تر څو په بدن کې مو په خوندي ډول د میکروبونو په مقابل کې معافیت رامنځ ته شي.

۱:مکروفاژونه: هغه سپین حجرې دي چې میکروبونه،خرابې او مړې حجرې خوري او هغه هضموي، مکروفاژونه د میکروبونو د له منځه وړلو په وخت کې ددغه میکروبونو ځینې برځې تر شا پریږدي چې ورته انتی جن وایي، زمونږ بدن دغه انتی جنونه د مضرو مواد په ډول پیژني اود له منځه وړلو لپاره یی انتی باډی جوړوي تر څودغه انتی جنونه له منځه یوسي.

د ۲:B لمفوسایتونه: دا هغه سپینی دفاعي حجرې دي چې د هډوکو په مغز کې پخوالي ته رسیږي او په بدن کې د انتی جنونو په وړاندې انټی باډي جوړوي او هم پر هغو انتی جنونو حمله کوي کوم چې مکروفاژونو تر شا پریښي وي او همدارنګه دوی کولای شي چې انتی جنونه Helper-T حجرو ته وړاندې کړي.

د ۳:T لمفوسایتونه: دا بیا دسپینو دفاعي حجرو هغه ډول دی چې په تایمس Thymus کې پخوالي ته رسيږي، د بدن په هغو حجرو حمله کوي کومی چې په ناروغۍ اخته وي او همدارنګه د Bلمفوسایټونو سره مرسته کوي تر څو انټي باډی جوړې کړي او مکروفاژونه فعاله کوي.

کله چې بدن په لومړي ځل له یوه میکروب سره مخامخ کېږي نو شاید څو ورځو ته اړتیا وي ترڅو دفاعي سیسټم پورته معافیتي حجرې سره منظمې کړي او د میکروبونو پر ضد یی وکاروی خو بیا که چېرې په دوهم ځل له نوموړي میکروب سره مخامخ شي نو بیا وار له مخه پوهیږي چې څرنګه بدن له نوموړي میکروب څخه وساتي، ځګه د فاعی سیستم د میکروبونو سره د لومړي ځل مخامخ کېدل نه هیره وي .بدن دغه کار د هغو ټی لمفوسایټونو په مرسته کوي کوم چې یی له ځان سره د MEMORY CELLS په ډول ساتلي وي او همدارنګه د دغه حجرو له امله د پخواني میکروب سره د مخامخ کېدلو په صورت کې له ځان څخه چټک غبرګون ښکاره کوي او کله چې پخوانی میکروب مشخص شي،B لمفوسايټونه یی په مقابل کې انټی باډی جوړوي تر څو دغه میکروب له منځه یوسي.

واکسین څرنګه کار کوي؟

واکسین زمونږ له بدن سره مرسته کوي تر څو د میکروبونو په مقابل کې معافیت تر لاسه کړو،د واکسین پوسیله چې کوم میکروب بدن ته داخلیږي تقریبا“ هیڅکله هم ناروِغۍ نه رامنځ ته کوي خو د بدن له معافیت سیستم سره مرسته کوي چې د نوموړي میکروبونو په مقایل کې ټی لمفوسایټونه او انټی باډی جوړې کړي ، ځینی وخت د واکسین له تطبیق څخه وروسته ځینی خفیف اعراض لکه تبه کېدای شي رامنځ ته شي چې د غه اعراض د تشویش وړنه دي او د معافیت د تولید په معنی دي.

کله چې د واکسین پوسیله تطبیق شوی میکروب په بدن کې له منځه لاړ شي په بدن کې ددغه میکروب په مقابل کې چې د واکسین پوسیله تطبیق شوی وي داسی ټی لمفوسایټونه او انټی باډئی جوړیږي چې پوهیږي چې په راتلونکې کې له دغه میکروب سره څه ډول وجنکېږي او له منځه یی یوسي او معمولا دغه د معافیت تولید چې ټی لمفوسایټونه او انټي باډی په کې جوړیږي څو هفتو ته اړتیا لري نو کېدای شي چې د واکسین له تطبیق څخه مخکې یا ډیر ژرله تطبیق څخه وروسته ځینی خلک په ناروغی اخته شي ځګه چې واکسین ته پوره وخت نه وو موجود تر څو د نوموړې ناروغۍ په مقابل کې معافیت تولید کړی .

د واکسینو ډولونه:

۱:live attenuated vaccines:

دغه ډول واکسین د ویروس یا باکتریا ژوندی بڼه په ځان کې لري چې ضعیفه شوي وي او په هغو اشخاصو کې چې روغ معافیت ولري شدیده ناروغۍ منځ ته نشي راوړي،څرنګه چې دغه ډول واکسینطبعي میکروب ته ډیر ورته والۍ لري نو د ددوی پواسطه منځ ته راغلی معافیت ډیر موثر وي .لکه MMR

دغه واکسینونه که څه هم ډير مؤثره دي خو بیا یيهم هر چا ته نه شو تطبیق کولاي لکه د ضعیف معافیت لرونکې ماشومان او یا هغه اشخاص چې کېموتراپی ورته کېږي.

۲:غیر فعال واکسین :

دغه ډول واکسین بیا د باکتریاوو او ویروسونه د غیر فعال کولو څخه منځ ته راځي چې دا هم د ویروسونو او هم د باکتریاوو په ضد کار کوي لکه د پولیو غیرفعال واکسین خو ددغه واکسینونو بیا څو ډوزونو ته اړتیا شته ترڅو په بدن کې معافیت رامنځ ته کړي.

۳: Toxoid vaccines:

دغه ډول واکسین د هغو باکتریایي ناروغیو څخه مخنیوی کوي کوم چې په بدن کې زهر(Toxin) تولیدوي.ددغه واکسین د جوړولو په وخت کې ددغه باکتریاوو زهرلومړی ضعیفه کېږي تر څو ناروغی را منځ ته نه کړي چې Toxoid ورته ویل کېږي لکه د DTaP واکسین چې د دیفتریا او تیتانوس Toxoid په ځان کې لري .

۴:Subunit vaccines :

دا واکسین بیا د باکتریاوو او ویروسونو یو برخه په ځان کې لري ځنګه چې دغه ډول واکسین یوازې د باکتریاوو او ویروسونه هغه ضروری انتی جن په ځان کې لري کوم چې د معافیت د تنبه سبب ګرځي نو جانبی عوارض یی هم کم دي .

۵:Conjugate vaccines:

دا بیا د هغه باګتریاوو په وړاندی کار کوي کوم چې انتی جنونه یی د پولی سکرایدونو پوسیله پوښل شوي وي نو د ماشومانو او ضعیف معافیت لرونکې کسانو معافیت نشي کولای چې نوموړيانتی جنونه وپیژني او په وړاندې یی معافیت تولید کړي لکه د Hib واکسین

۶:Covid19 mRNA vaccines:

هغه واکسین دی چې د مټ په عضله کې لګول کېږي، وروسته بیا په واکسین کي موجوده mRNA د عضلاتو حجرو ته د ننه کېږي او د عضلاتو حجرو ته د یو بې خطره پروټین د جوړولو لارښونه کوي چې Spike protein ورته وایي. Spike پروټین د هغه ویروس پر سطحه پیدا کېږي کوم چې د COVID19 د ناروغی سبب کېږي او کله چې Spike پروټین جوړ شي نو زمونږ بدن نوموړې mRNA ماتوي او له منځه یې وړي خو د Spike پروټین په وړاندې منځ ته راغلی معافیت بیا چې په بدن کي هر چېرته داسی حجرې چې پخپله سطحه Spike پروټین ولري، هغه له منځه وړي.

هغه علتونه چې ولې یو کس ته څو ځلې واکسین تطبیق کېږي:

۱:غیر فعال واکسین نشي کولای چې په اول ډوز سره یو قوي معافیت تولید کړي تر څو نوموړی شخص له ناروغي څخه وژغوري.

۲: د ځینو واکسینونو پوسیله تولید شوی معافیت بیا د وخت په تیریدلو سره کمزوری کېږي نو بیا بوستر(Booster) ډوز ته اړتیا پیدا کېږي تر څو معافیت بیا راویښ او ځواکمن کړي.

۳:د ځینو ژوندي واکسینونو په اړه هم ځیړنو ښودلې چې یو ډوز واکسین نشي کولای چې قوی معافیت تولید کړي لکه MMR واکسین چې نشي کولای په ځینو خلکو کې په اول ډوز معافیت تولید کړي او همدارنګه دوهم ډوز مطمین معافیت منځ ته راوړي.

په پای کې ځینی خلک داسی فکر کوي چې که چېرته معافیت خپله د ناروغیو له امله رامنځ ته شي نو دا به ډیر ګټوراو ځواکمن وی مګر طبعی میکروبونه کولای شي چې د ډیرو شدیدو اختلاطاتو حتا د مرګ سبب وګرځي حتا ځینې داسی ناروِغۍ چې خلک ورته د خطر په سترګو نه ګوری لکه Chickenpox هم کولای شي چې ډیره شدیده ناروِغی رامنځ ته کړي او واکسین د درملو په شان ځینې جانبي عوارض لري چې اکثر وخت خفیف وي مګر هغه ناروغی چې د واکسین پوسیله یی مخنیوی کېږي کېدای شي د ‌ډیرو شدیدو اختلاطاتو د رامنځ ته کېدو او ځينې وخت حتا د مرګ سبب شي.

References:

Medical Microbiology and Immunology (WARREN LEVINSON)

Center Disease control and prevention (CDC).

موضوع: واکسین



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24