2022-01-17

موضوع: د افغانانو په اوسنۍ کډوالۍ کي د مغزونو د فرار کړکېچ

لیکنه: استاد شريف الله ميثاق

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کامندانو او استادانو د مقالو برخه)

کډوالۍ د ۲۱ پېړۍ له لویو غمېزو او پیچلو مسلو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال میلیونونه انسانان د قانوني او غیري قانوني کډوالۍ په مټ د نړۍ نورو هېوادونو ته پناه وړي. افغانستان د نړۍ په جغرافیه کې د کډوالۍ د تولیدونکي هېواد په توګه په لومړي سر کې ځای لري. د افغانانو ډله یېزه کډوالي په لومړي ځل په ۱۸۶۰م کال کې هغه وخت پیل شوه چې د انګریزانو له لوري د ۷۰ په شاوخوا کورنۍ د استرالیا سوځونکو دښتو ته چې د انګرېزانو د یو شمېر جنایتکارانو او انسان وژونکو د تجمع مرکز وو، کډوال کړل شول.

ولي په افغانستان کې د کډوالی بهیر په پراخ، پېچلي او وحشتناک ډول هغه وخت پیل شو، کله چې څلور لسیزي وړاندي شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ او بیا د مجاهدېنو د خپل منځي جګړو په بهیر کې نوموړې غمېزه لا پراخه، کړکېچنه او نه جبرانېدونکې شوه چې په پایله کې یې تر لس میلیونه ډېر افغانان پاکستان، ایران او نوري نړۍ ته د جګړو، نا امنۍ، سیاسي استبداد، لوږي او فقر، وچ کالۍ، مذهبي او ایډیولوژیکو فشارونو، د سیاس او مذهبي زغم نه شتون، قومي او ملیتي برترۍ، عصبیتونو او نورو عواملو په سبب، کډوال شول.

د تیر ۲۰ کلن جمهوریت په مهال هڅه وشوه ترڅو افغاني کډوال بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه کړل شي، چې تر یو حده دغه چاره عملي هم شوه، خو د کډوالۍ نوموړې مسله په ټوله کې په درست ډول حل او مدریت نه شوه. له بده مرغه اوس هم شپږ میلیونه افغان کډوال په نړۍ کې میشت دی او هره ورځ یې په شمېر کې زیاتولی هم راځي. دا په داسي حال کې ده چې په نړیواله کچه هره ورځ د کډوالو د ملاتړ په برخه کې اعلاميې او تړونونه هم په تصویب رسېږي اما د افغاني کډوالو ویرونکي، وحشتناک او له بدمرغیو ډک ژوند هره ورځ نړۍ ننداره کوي، خو په اړه يې د بشرپالني په چوکاټ کې د افغاني کډوالو د ملاتړ هڅه نه تر سترګو کیږي.

د جمهوریت تر سقوط وروسته او د طالبانو د اسلامي امارت د بیا ځلي راتګ سره د کډوالۍ مسلې بیا ځلي زور واخیست، خو د دې ځل کډوالۍ له پخواني ګډوالۍ سره یوڅه توپیر لري، ځکه د دې وار کډوالۍ لویه برخه د هېواد مسلکي، علمي، تخصصي، او تحصیل یافته طبقه ده، چې د قانوني او غیري قانوني لارو په مټ یو لوی شمېر له هېواده ووتل او په لوی شمېر کې نور هم د تېښتي او وتو په حال کې دي چې دا د راتلونکي په ځان بسیا، پرمختللي، اباد او سرلوړي افغانستان په وړاندي خورا ستره ننګونه او نه جبرانېدونکې بدمرغي او غمېزه بلل کېږي.

د مغزونو فرار یا د مغزونو کډوالي له دې څخه عبارت ده چې متخصصین، علما، اقتصاد دانان، د پوهنتون استادان، تخنیک کاران او نور مسلکي اشخاص په هېواد کې د سیاسي، امنیتي، ټولنېزو، اقتصادي، علمي او کلتوري ستونزو؛ د څېړنیزو امکاناتو د کمښت او د دوی له وړتیاوو څخه د نه استفادې په سبب له هېواده کډوالي کوي او کوښښ کوي په نوره نړۍ کې هلته چې دوی کولای شي له خپلي علمي سویې، مسلکي تجربي، پخوانیو لاسته راوړنو، ځاني استعداد، فکري خپلواکۍ او د بیان له ازادۍ څخه په ښه او موثره توګه استفاده وکړي؛ ځکه په دې نوې ټولنه کې چې فرصت او زمینه ورته برابره ده، هڅه کوي ترڅو له خپلو وړتیاوو څخه کار واخلي او عملي یې کړي.

په همدې اساس د درېمي او مخ پر وده نړۍ او په ځآنګړې ډول د افغانستان په څېر جنګ ځپلي هېواد لپاره د مغزونو د فرار مسله تر بلي هري هغې خطرناکه او ننکونکې ده. د نړۍ تاریخ او د وروسته پاتي ملتونو د پرمختګ راز؛ ددې شاهدي ورکوي چې مسلکي، متخصص، با استعداده او تحصیل یافته بشري ځواک د هېوادونو د ټولنېز، اقتصادي، سیاسي، کلتوري، صنعتي، ټکنالوژیکي، ساینسي...... او بالاخره د هېوادونو د هر اړخېز پرمختګ تر ټولو ستر لامل ګڼل کېږي.

له بده مرغه په افغانستان کې د مسلسلو څلورو لسیزو جګړو او نا امنیو، فقر او قحطیو، اقتصادي ځان بسایني نه شتون؛ د علمي، تحصیلي او څېړنیزو امکاناتو د نه شتون، په لازمو او وړ مقامونو او مسلکي کاري فرصتونو د نه ګمارني، سیاسي استبداد او نه زغم، قومي برترۍ، مسلکي او تحصیلي عصبیت، ایډیولوژیک او مذهبي تحجر او فشار او ګڼو نورو لاملونو په سبب؛ د هغو هېوادونو په قطار کې دی چې د مغزونو د تيښتي او یا د مغزنو د کډوالۍ مسله په ترټولو لوړ حد کې قرار لري او هر کال زرګونه مسلکي، فني او تحصیل یافته افغانان نوري نړۍ ته کډوال کیږي.

دا په داسي حال کې ده چې افغانستان تر بل هر هېواد مسلکي، فني، تحصیل یافته او روڼ اندو علماوو او پوهانو ته ضرورت لري او له دوی پرته هېڅ ممکن نه ده چې افغانستان او د نړۍ هر بل هېواد دي د پرمختګ، ځان بسایني، له نړۍ سره د سیالۍ او خود کفايې موخي ته ورسیږي او نه په پخوا کې له دې پرته کوم هېواد، یادي موخي ته رسېدلی دی. په همدې موخه مې د حکومت څخه غوښتنه ده ترڅو ټولو مسلکي، فني او تحصیل یافته اشخاصو ته د ډاډمن امنیت، ځاني خوندیتوب، د مناسبو او وړ کاري فرصتونو، اقتصادي امکاناتو، علمي او څېړنیز سهولتونو، څېړنیزو مرکزونو جوړولو او تحصیلي بختیاوو پراخه زمینه برابره کړي ترڅو یو نه جبرانېدونکی کړکیچ محدود او تر یو حده مهار کړای شي.

موضوع: د افغانانو په اوسنۍ کډوالۍ کي د مغزونو د فرار کړکېچ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24