2021-03-23

د طب پوهنځی محصلي اغلي لیدا فیضي د زړه د اناټومۍ په اړه سيمنار وړاندي کړ

نن سه شنبه د ١٤٠٠ کال د حمل میاشتي پر دریمه نېټه یاد سيمنار د طب پوهنځی د اتم سمیسټر محصلي اغلي یلدا فیضي وړاندي کړ؛ چي پکښي محصلانو ګډون کړی وو.

په پیل کي اغلي فیضي د زړه د اناټومۍ په اړه بحث وکړ او په دغه برخه کي یې بشپړ معلومات وړاندي کړل.

د هغې په قول چي د ژوندي مخلوقاتو د بدن په اجزاو کي زړه تر ټولو کلیدي ونډه لري او ژوندی مخلوق یې په توسط د ژوند ساه اخلي.

ډاکټري لیدا په خبره چي د زړه اناټومي مطالعه د طب پوهنځی په تدریسي کریکلوم کي ډیر مهم دی او محصلان باید دغه مضمون په خورا دقت زده کړي.

د سيمنار په لړ کي ګډون کوونکو هم خپلي پوښتني مطرح کړي.

د یادوني وړ ده د تیري یوې میاشتي راهسي په ډیر شمیر کي د ښځینه او نارینه محصلانو له لوري سمينارونه وړاندي سوي دي.

د طب پوهنځی محصلي اغلي لیدا فیضي د زړه د اناټومۍ په اړه سيمنار وړاندي کړ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21