2022-01-20

موضوع: په ژوند کي د خوښۍ ترلاسه کول

ليکنه: عبدالجمیل حلیمي

دحقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

ستونزي، خفګان او فشارونه د انسان له ژوند سره تړلي مسایل دي؛ خو د دې ټولو په وړاندي مبارزه، درېدل او استقامت په کار دی.

که چیري له ستونزو او فشارونو سره مبارزه ونسي،

نو د خپل ژوند خوښي له لاسه ورکولای سو.

خوښي د ژوند لپاره یوه ښه وسیله ده، چي ژوند پرې جوړ کړو؛ خو خوښي څنګه جوړه کړو؟

د یوه عالم په وینا ((خوښي کوم ځای نه دی، چي ورسو او نه هم کوم څېز دی، چي ویې پیرو، بلکي یو ذهني حالت دی، چي جوړول غواړي.))

حقیقت همدا دی، موږ او تاسو اړ نه یو چي په خوښۍ پسي وګرځو، یوازي د ځینو کوچنیو تګلارو له لاري یې جوړولای سو؛

هغه تګلاري په لاندي ډول دي:

- په هر هغه څه چي لرئ یې شکر وباسئ؛

- تل د ځان څخه کښته خلکو ته ګورئ؛

- بې کاره مه ګرځئ (ځان په یو څه اخته کړئ)؛

- تل له نورو سره همکاري وکړئ؛

- ځان له نورو سره مه پرتله کوئ؛

- د هغه څه په اړه فکر مه کوئ، چي نه یې لرئ،

بلکي له هغه څه څخه استفاده وکړئ، چي لرئ یې؛

- کوچنۍ خوښۍ ولمانځۍ؛

موضوع: په ژوند کي د خوښۍ ترلاسه کول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24