2021-03-23

د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري د محصلانو وړاندیزونو او ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه غونډه ترسره سول

نن شنبه د څوارلسوه کال د لومړۍ میاشتي حمل پر دریمه نېټه عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي او د محصلانو د مرستیال ښاغلي سمسور په ملتیا د محصلانو د نماینده ګانو سره غونډه ترسره کړل.

د دوکتور صافي د تیرو ژمنو د عملي کولو راپور وړاندي کړ چي په لوی اکثریت سره د محصلانو ستونزي حل سوي وې.

د غونډي په جریان کي په نوبت سره ټولو محصلانو په اداري او تدریسي برخو کي خپل وړاندیزونه واورول.

دوکتور صافي ټولو د محصلانو استازو ته ژمنه ورکړل چي دی او ټیم یې کار ته ژمن دی او ستاسي ټولو ستونزو ته به رسیده ګي کیږي.

د جلسې په لړ کي د هري پوهنځی مشرتابه خپل یاداښتونه واخستل او اقدامات به ترسره کړي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د نورو مسایلو تر څنګ د محصلانو وړاندیزونو ته د رسیده ګۍ په موخه لومړیتوب ورکوي.

د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري د محصلانو وړاندیزونو او ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04