2022-02-02

د افغانستان د جگړې پـه ختمولو کي د دوحې د تړون نقش په اړه د ترسره سوي څېړني پايلي شریکي سوې!

نن پنج شنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنیز مرکز او نشراتو آمریت په ګډه همکاري د غونډو په تالار کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس او استاد ښاغلي ذبیح الله الهام د ترسره سوي څېړني د پایلو شریکولو په موخه غونډه ترتیب سوې وه.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځيو رئيسانو، اداري کارمندانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پيل او ورپسې د اجنډا سره سم ښاغلي الهام د خپلي ترسره کړي څېړني چي د افغانستان د جگړې پـه ختمولو کي د دوحې د تړون نقش تر عنوان لاندي وه پايلي د ګډونوالو سره شریکي کړې.

همدارنګه ګډونوالو د یادي څېړني په اړه خپلي پوښتني مطرح کړې

چي د استاد الهام لخوا ورته جوابونه ورکول سول.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي د طب پوهنځی رئيس ښاغلی ډاکټر فضل الرحمن حاشر د استاد الهام د یادي څېړني په اړه خوښي وښودل او داسي نورو مهمو موضوعاتو په اړه يې د استاد الهام او ګډنوالو څخه د تحقیق کولو غوښتنه وکړل، تر څو په هیواد کي مو د علمي څېړنو کچه لوړه سوې وي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تر دې وړاندي هم د استادانو د ترسره کړو څېړنو پايلي د ګډونوالو سره د غونډو له لاري شریکي کړي دي.

د افغانستان د جگړې پـه ختمولو کي د دوحې د تړون نقش  په اړه د ترسره سوي څېړني پايلي شریکي سوې!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24