2022-02-02

د اداري فساد پېـژندنی په اړه سمينار وړاندي سو!

نن سه شنبه د رواني دلوي میاشتي پر۱۲مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل ښاغلي روح الله د اداري فساد پېـژندني تر عنوان لاندي سمینار وړاندي کړ.

یاد علمي سمینار د محصلینو د وړتیا ښکاره کولو په موخه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او نشراتو آمریت په ګډه همکاري ترتیب سوی و.

ښاغلي روح الله د اداري فساد په اړه بشپړ معلومات ګډونوالو ته ورکړل او تر هغه وروسته ګډنوالو د یادي موضوع اړوند خپلي پوښتني وکړې چي د روح الله لخوا ورته جوابونه ورکول سول.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور د نوموړي محصل د سمینار ستاینه د ادارې لخوا په ترتیب سوي ستاینلیک ورکولو سره وکړل.

او د نورو محصلینو څخه يې هم په خپلو برخو کي د داسي مهمو

سمينارونو د وړاندي کولو غوښتنه وکړل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت محصلینو ته د ظرفیت لوړوني پر پار علمي سمينارونه او ورکشاپونه وړاندي کوي.

د اداري فساد پېـژندنی په اړه سمينار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24