2022-02-02

د محصلينو لخوا طبي نندارتون ترسره سو!

نن چهارشنبه د دلوي میاشتي پر ۱۳مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په تالار کي د طب پوهنځی، لابراتوار او نشراتو آمریت په ګده همکارۍ طبي ننداتور ترسره سو،

د طب پوهنځی محصلینو په نندارتون کي بېلا بېلي تجربې او طبي اجناس ګډون والو ته ور وپېژندل.

د طب پوهنځی د رئیس ښاغلي ډاکټر فضل الرحمن حاشر په خبره دا د محصلينو د عملي درسونو بهیر دى، چي له مخي یې نوموړی نندارتون ترسره کړل سو او په راتلوونکي کي به هم دغه بهیر دوام ولري.

په یاد طبي نندارتون کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د دریو پوهنځیو ښځينه او نارینه محصلینو، د میرویس نیکه روغتیایی علومو انستیتوت محصلینو او د خصوصي مکاتبو څخه د عینو خصوصي لیسې، د آذان خصوصی لیسې او د امید افغان ترک خصوصي لیسې زده کوونکو ګډون کړی و.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د څیړنو، نوښتونو او پرمختیاوو کمیټې تر عنوان لاندي په ټولنه کي د برخي اخیستني په موخه نندارتون، ورکشاپونه، سمینارونه او لنډ مهاله وړیا کورسونه په لاره اچولي دي تر څو د محصلینو تر څنګ په ټولنه کي هم د ظرفیت لوړوني پروسه قوي سوې وي.

د محصلينو لخوا طبي نندارتون ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24