2022-02-06

موضوع: سياسی قدرت څه شی دی؟ (په نړيواله سطحه)

لیکنه: نقيب الله فيضي

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

سياسی قدرت څه شی دی؟( په نړيواله سطحه)

سياسی قدرت د ملت غوښتنو ته د رسيدو يوه وسيله ده. نړيوال سياست د نورو ټولو سياستونو په څېر، د قدرت پر سر لانجه ده. د نړيوال سياست څرګندونکي نښي نښانې چې هر څه وي، قدرت يې پر سر کې ځای لری. خلک او سياستمداران د ازادۍ، امنيت، سوکالۍاو د خپل قدرت غوښتونکي دي.

دوي خپلي موخي او اهداف تر لويه بريده د ټولنيزو، اقتصادي، فلسفي او يا هم مذهبي ارمانونه او هيلو په لفافو (پوښ) کې رانغاړي.

هغوي ښايي دا هيله ولري چې خپلو دغو ارمانونو ته د زور، يا طبيعي بدلونونو او انساني چارو د تر سره کولو له لارې د عمل جامه ورواغوندي.

هغوي همدارنګه دا هڅه هم کوي چې خپلو دغو ارمانونو او غوښتنو ته له سياسي لارو چارو پرته لاسرسی ومومي.

دا کار هغه وخت کېږي چې له نورو هېوادونو او يا نړيوالو سازمانونو سره ښې اړيکي موجودې وي.

په هر حال همدا چې هڅه وکړي، څو خپلو اهدافو او ارمانونو ته د نړيوال سياست په وسيله لاسرسی پيدا کړي، داړتيا له مخې د قدرت لټه کوي. صليبيون چې د مشرکينو له منګولو څخه د سپېڅلو ځايونو د ازادۍ نړۍ غوښتونکي وو، وودرو ويلسون چې د ډيموکراسۍ له پاره د ازادې نړۍ غوښتونکی و، نازيان چې پر ختيځي اروپا د خپل استعمار د ټينګښت، او د ټولې نړۍ فتحې ته ليواله وو، دا ټول په همدغه مقوله او بحث کې ځاييږي. لکه څنګه چې دغو درې واړو د خپلو اهدافو د پايلو له پاره له قدرت څخه ګټه پورته کوله،

نو ټول د هغه وخت د نړيوال سياست د لوبغاړو په توګه شميرل کېږي. دنړيوال سياست له دغه مفهوم څه دوې پايلي ترلاسه کېږي:

لومړي: دنورو هېوادونو په نسبت د يوه هېواد هر اقدام سياسي مهيت نه لري. د دغو اقداماتو ډيری برخه بې له دې چې قدرت ته مراجعه وسي، ترسره کېږي. ان دغه اقدامات د نوموړي هېواد پر قدرت هيڅ اغېزه نه لري. په دغه بحث کې تر لويه بريده، حقوقي، اقتصادي، فرهنګي او انساني اقدامات شامليږي. نو پر دې بنست، کله چې يو هېواد له کوم بل هيواد سره د مجرمينو د بېرته راګرځولو تړون امضاء کوي او يا هغه مهال چې د خلاصون په هدف بل تړون لاسليک کوي او يا هغه وخت چې د نړۍ په کچه د فرهنګي لاسته راوړلواوېشتلو د ډېرولو هڅه کوي، نو په حقيقت کې کوم سياسي اقدام يې نه دی ترسره کړي.

يا په بله وينا، په نړيوال سياست کې ددي ملت ښکېلتيا، د هغو اقداماتو له ډلي شميرل کېږي چې يو هېواد يې پر مټ په نړيوال ډګر کې برخه اخستلاي سي

دويم: ټول هېوادونه په يوه کچه په نړيوال سياست کې شکېل نه دي. د ښکيلتيا له پاره ښايي د امريکا متحده ايالاتو په څېر هيوادونه ډېرې لاسوهني ته لېوالتيا ولری. د سويس او لوګزامبورک يا ونزويلا په څېر هيوادونه لږ مداخله ولري او د لختن اشتاين او موناکو په څېر هيوادونه د نه مداخلې سياست غوره کړي.

له نړيوال سياست سره د ملتونو اړيکي کيفي اړخ لري. دا اړيکې هغو بدلونونو ته په پام چې د قدرت په کچه کې رامنځته کېږي، بدلون موندلی سي، د دغو بدلونونو په نتيجه کې ښايي يو هېواد د قدرتمندانه مبارزو مخکښ وګرځي او يا برعکس ښايي يو ملت له فعالانه ګډون څخه منع کړي.

دغه اړيکي د فرهنګي بدلونونو په نتيجه کې هم بدلون موندلی سي. د دغه ادلون بدلون په پايله کې د دې امکان شته دی چې يو هيواد د قدرت مبازو پر ځای اقتصادي چارو او مسايلو ته مخه کړي.

موضوع: سياسی قدرت څه شی دی؟ (په نړيواله سطحه)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24