2021-03-24

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د طب پوهنځی د استادانو په ملتیا د تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړل

نن چهارشنبه د حمل میاشتي پر څلرمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د طب پوهنځی، رئیس ډاکټر فضل الرحمن حاشر او د استادانو په ملتیا د میرویس نیکه تدریسي روغتون څخه د نژدې لیدنه وکړل.

ډاکټر افغان د طبابت د کور ټولو غړو ته د دې لوی ویاړ مبارکي وویل او یاد تدریسي روغتون یې ګټي اخستني ته وسپارئ؛ ډاکټر افغان وویل نن مو هغه هیله پوره سول چي د کلونو راهيسي موږ او د دې وطن خلګو درلودل او انشاالله نور پر ځان د بسیا کېدو خواته نژدې سوي یو.

ډاکټر افغان وویل د محصلانو د عملي او تدریسي بوختیاو تر څنګ به په دې روغتون کي د ټولو ناروغانو معالجه به په وړیا ډول کیږي.

علمي مرستیال او د طب پوهنځی استاد ډاکټر نور د ډاکټر افغان صاحب په علمي او طبي برخو کي ټولي کړني د قدر وړ وبللې او ژمنه یې وکړل چي ډاکټران صاحبان به اوس د دې فرصت څخه په استفادې محصلانو او وطنوالو ته رښتنی خدمت کوي.

استادانو هم د ډاکټر صاحب افغان دغه سرښندنه او خدمت وستایه او ژمنه یې وکړل چي د دې تدریسي روغتون له طریقه به صادقانه خدمت کوي.

د یادوني وړ ده چي په میرویس نیکه تدریسي روغتون کي به څلرویشت ساعته د محصلانو د عملي زده کړو تر څنګ په مفت ډول د ناروغانو معالجه کیږي.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د طب پوهنځی د استادانو په ملتیا د تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړل



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04