2022-02-07

موضوع: د سولې ګواښونکي لاملونه

لیکنه: پوهنيار ميرويس نيازی

دنده: د حقوقي او سياسي علومو پوهنځی اســتاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کامندانو او استادانو د مقالو برخه)

سريزه

د سولې لپاره د تعریف ډېرو موندونکو سوله له روغتیا او سلامتیا سره پرتله کړې او جګړه یې ناروغي او ناخوښي بللې ده. د بدن روغتیا یې یو عادي او طبیعي حالت بللی او ویلي یې دي چې د هغې لپاره د لاملونو موندلو ته اړتیا نشته؛ سوله یې هم همداسې بللې او وایي چې د سولې د لاملونو د موندلو اړتیا هم نشته او جګړه ییز حالت ناروغي ده چې باید لاملونه یې ولټول شي. هماغسې چې زموږ بدن د افتونو او نورو بهرنیو فشارونو تر اغېز لاندې وي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د وقایې په فکر کې نه یو. نو سوله هم د افتونو او بهرنیو فشارونو تر ګواښ لاندې وي او کله هم ښایي دا افتونه او فشارونه سوله له پښو وغورځوي

د بدن د ناروغیو په څېر پر سوله هم بېلابېل اغېز لرونکي لاملونه شته. دا لاملونه په ټوله کې په یوه پراخه ډلبندۍ کې په پنځو ډلو ویشو: کلتوري لاملونه، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي اروایي او دیني لاملونه. هماغسې چې د بدن د ناروغۍ لاملونه او له ناروغۍ وړاندې د وقایې موندلو ته اړتیا لري، هماغومره د سولې ګواښونکو او د جګړې غېږ ته یی د نه لویدو لاملونه موندل هم اړین دي. خو یوازې د سولې د ګواښونکو لاملونو موندل هم بسنه نه کوي، بلکې د کانت په وینا انسانان باید تل هڅه وکړي چې سوله ونه ګواښل شي او یا یې پښې ولړزېږي. ((سولې او ټیکاو ته رسېدل د انسانانو په هڅو پورې تړلي دي او که انسانان د سولې ګواښونکو لاملونو ته پاملرنه ونکړي، نو دا ډول سوله به تل له ګواښ سره مخ وي)). (گالي، 1372: 190)

فرانسوي ټولنپوه ګاستون وايي که د سولې ګواښونکي لاملونه ونه پېژنو، نو بشپړه او تلپاتې سوله نه شو راوستلای. (بوتول، 1371: 9)

د سولې ګواښونکي فرهنګي او ټولنيز لاملونه

سره له دې چې ټولنه او کلتور دوه بېل ټکي دي، خو یو له بله یې نه شو بېلولای؛ دا شونې نه ده چې ټولنه دې له کلتور او کلتور دې له ټولنې جلا وي. (کونن،۱۳۸۸:۵۶) په ټولنه او کلتور کې ګڼ ټولنیز او فرهنګي لاملونه موجود دي چې پر مټ یې سوله راتلاى شي. قومي، ژبني، سیمه ییز، مذهبي، توکمیز او نور تضادونه پالل په ټولنه کې د سولې د زیانمنېدو سبب ګرځي. په هغه هېوادونو کې چې حالت نازک او ترینګلى وي، قوم پالنه او ژبپالنه ښایي ډېره زیان رسوونکې وي او په سمه توګه که مدیریت نه شي په ټولنه کې به سوله له ګواښ سره مخ کړي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې له ګڼو ملیتونو او مذهبي ډلو نه جوړ دی؛ په قوم پالنه، ژبپالنه او مذهب پالنه ډېر ټینګار کول او همدارنګه یوې ډلې ته د واک په ورکولو ټینګار او نورې ډلې په واک کې نه شریکول ښایي د قومي او مذهبي جګړو د پيل لپاره زمینه برابره کړي. زموږ د هېواد معاصر تاریخ او په ځانګړې توګه د تېرو څو لسیزو جګړو او د نن ورځې سیاسي او ټولنیز تاوتریخوالی ددې ښکارندويي کوي چې قومي او ژبني تعصبونه د ایرو لاندې د اور سکروټو په څېر عمل وکړي او دومره لمبې وکړي چې زموږ د ټولنې ټولې لاسته راوړنې او ارزښتونه د سترګو په رپ کې په ایرو بدل کړي.

پر ژبني، قومي، مذهبي، نژادي او نورو تعصبونو سربېره بل مهم عامل د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز واک د سرچینو په ویش کې ټولنیزه نابرابري ده چې کولاى شي دا هم مړې ایرې په اور بدلې کړي او سوله وګواښي. سره له دې چې ټولنیزې نابرابرۍ په هره ټولنه کې موجودې وي او په تاریخ کې هم پراخه لمن لري، خو که کله هم په ټولنه کې نابرابري زیاته او افراطي بڼه غوره کړي، نو د ټولنې د وګړو له سترګو به د ارام خوب وتروړي.

بل کلتوري لامل چې سوله ګواښلای شي هغه تاوتریخوالی او تاوتریخوالي زېږوونکي عملونه دي چې د ځینو خلکو د کلتور برخه ده. چېرته چې دا کلتور واکمن وي، نو خلکو ته دا ورزده کوي چې موخې ته د رسېدو لپاره لومړی تر ټولو ښه او وړ اقدام تاوتریخوالی دی چې دا تر ټولو سخت او ویروونکی دی. تاوتریخوالی د دا ډول ټولنو د وګړو د کلتور برخه وي چې له پلې لارو نیولې آن تر بازار، سیاسي مجلسونو او نورو... حکومت او واکمنی کوي.

د سولې ګواښونکي رواني لاملونه

د سولې ګواښونکو لاملونو څېړونکو پوهانو په خپلو څېړنو کې د سولې ګواښونکي لاملونه له فردي کچې پيل کړي او انسان یې د سولې د ګواښونکو لاملونو د بنسټ په توګه یاد کړی دی او هغه یې د تلپاتې سولې پر وړاندې ګواښ بللی دی. (کاپلو او ونسن، 1389: 75)

د فلسفې پوه(هابز) او ارواپوه (فروید) تاو تریخوالی رامنځته کول او شخړو ته لېوالتیا د انسان فطري غریزه بللې ده او ویلي یې دي چې انسان هیڅکله په خپله دغه غریزه نه شي برلاسی کېدای او نه هم خپل چاپيریال ته بدلون ورکولای شي. د فروید په باور وژنه او له منځه وړل او د هابز په وینا د انسان لېوه صفت تل د سولې او نورو پر وړاندې او همدارنګه د انسانانو او ټولنو تر منځ د سوله ییزو اړیکو تلپاتې ګواښ دی. خو د ټولنپوهنې یو شمېر پوهانو بیا دا وړ نظرونه له مبالغو ډک بولي او وایي چې یوازې انسان د سولې ګواښونکی نه دی، بلکې نور بهرني کلتوري، اقتصادي او ټولنیز عوامل هم شته چې سوله ګواښلای شي.

د سولې ګواښونکي اقتصادي لاملونه

د ارواپوهانو او ټولنپوهانو له نظره انسان تل د خپلې شخصې ګټې او ستونزو د کمولو په لټه کې دی. د ارواپوهنې د چلندیز مکتب (اسکینر و واټسن) په ټولنپوهنه کې د نظرونو د راکړې ورکړې (هومونز و کلمن) او د اخلاقو په فلسفه کې ګټه اخیستونکي(میل وبنتام) او د لرغوني اقتصاد پلویان (ادم سمیت او نور) ټول پر دې ټینګار کوي چې ټولې انساني هڅې د ګټې او هوساینې تر لاسه کولو لپاره دي. (ریتزر و گودمن، 1390: 294)

بنستيزه خبره داده چې تلپاتې ګټه اخیستنه چې د انسان فطري غوښتنه ده او د هغه پر ضمیر واکمني کوي، د نورو انسانانو او ټولنو لپاره ګواښ کېدلای شي. د نړۍ تاریخ او د قومونو او ملتونو تر منځ جګړو او همدارنګه معاصره نړۍ ته په پام سره وینو چې اقتصاد څنګه د ډېرو جګړه ییزو پیښو بنسټ جوړوي. د تاریخ په اوږدو او همدارنګه اوسمهال د نړۍ نفوس ډېرېدو ته په پام سره نړۍ د سرچینو له کمښت سره مخ ده او د سرچینو تر لاسه کولو لپاره د هوساینې او اقتصادي ګټو په موخه د انسانانو هڅې د نورو انسانانو او ټولنو پر خلاف دي چې دا چاره د نړۍ د سولې او ټیکاو لپاره رښتېنی ګواښ دی.

موضوع: د سولې ګواښونکي لاملونه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24