2022-02-12

د محصلینو د استازو سره مشورتي ناسته ترسره سول!

نن پنج شنبه د دلوي میاشتي پر ۲۱مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري د محصلینو د استازو سره مشورتي ناسته ترسره سول چي پکښي مالي او اداري مرستیال، د پوهنځیو رئيسانو، او د ټولګیو د محصلينو استازو ګډون کړی و.

ښاغلي ډاکټر نور لومړی د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل

وروسته د اجنډا سره سم يې د محصلینو د روان سمسټر پر نهايي ازموینو خبري وکړې

همدارنګه پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو بحثونه وسول

او د محصلینو استازو په نوبت سره خپل نظرونه او ستونزي وړاندي کړې.

د ستونزو د حل په موخه د مسؤلینو لخوا ډاډ ورکول سو.

د یادوني وړ ده چي میروس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت د محصلینو د استازو سره مشورتي ناستي ترسره کوي تر څو پر وخت چارو ته رسيدګي سوې وي.

د محصلینو د استازو سره مشورتي ناسته ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24