2021-03-24

د ویني د ګروپ د ارزښت په اړه سمینار ترسره سو

نن چهارشنبه د حمل میاشتي پر څلورمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی اړوند د لابراتوار د څانګي د عملي کار استاد ښاغلي وحیدالله حقاني د ویني د ګروپ د ارزښت په اړه سمینار وړاندي کړ؛ چي ګڼ شمېر محصلانو ګډون پکښي کړی وو.

ښاغلي حقاني د ویني د ګروپ د ارزښت تر څنګ د ویني د ګروپونو پر ډلبندۍ خبري وکړې، ښاغلي حقاني وویل د انسانانو د ویني ګروپونه توپیر لري او هر ګروپ ځان ته مشخصات لري.

هغه په سمینار کي وویل چي د یو انسان د ویني د کمبود په صورت کي د ویني ګروپ ته ډېر دقت په کار دی او دا مسله د انسانانو د ژوند او مرګ تر منځ تړلې ده.

په سمینار کي ګډون کوونکو خپل اندېښنې او پوښتني شریکي کړې، چي ښاغلي وحیدالله حقاني یې پوښتونو ته جوابونه وویل.

هېره دي نه وي، چي تر دې سمینار یوه ورځ وړاندي د طب پوهنځی تکړه محصلي اغلي ليدا فیضي د زړه د اناټومۍ په اړه هر اړخیز سمینار وړاندي کړ.

د ویني د ګروپ د ارزښت په اړه سمینار ترسره سو



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04