2022-02-16

د HIV/AIDS په اړه سمينار وړاندي سو!

نن یکشنبه د رواني دلوي میاشتي پر۲۴مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د نهم سمسټر محصلي HIV/AIDS تر عنوان لاندي سمینار وړاندي کړ.

یاد علمي سمینار د محصلینو د وړتیا ښکاره کولو په موخه د معالجوي طب پوهنځی او نشراتو آمریت په ګډه همکاري ترتیب سوی و.

یادي محصلي لومړی HIV/AIDS په اړه بشپړ معلومات ګډونوالو ته ورکړل او تر هغه وروسته ګډنوالو د یادي موضوع اړوند خپلي پوښتني وکړې چي د نوموړي لخوا ورته جوابونه ورکول سول.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور د یادي محصلي د سمینار ستاینه وکړل او د نورو محصلینو څخه يې هم په خپلو برخو کي د داسي مهمو سمينارونو د وړاندي کولو غوښتنه وکړل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت محصلینو ته د ظرفیت لوړوني پر پار علمي سمينارونه او ورکشاپونه وړاندي کوي.

د HIV/AIDS په اړه سمينار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24