2022-02-16

موضوع: د ترهګرۍ لنډه پېژندنه

ليکنه: احمد الله سلطان

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

ترهګري یا تروریزم د ترور له لغت څخه اخیستل سوې کلمه ده او مانا یې غوڅول یا پرې کول دي؛ ترور د لوړي کچې تاوتریخوالي څخه ډک عمل دی، خو که د یوه سازمان او مکتب تر ښووني او روزني لاندي راوستل سي ترهګري یا تروریزم یې بولي.

نن ورځ په نړۍ کې یو بل ته د ترورست د ویلو له امله د تروریزم ډولونه، بڼي او نوري کړني دومره پراخي سوي دي چي د پخواني ترور په شان اسان او ساده پېژندنه د قناعت وړ نه سي کېدلای، که یو دولت یوې ډلي او یا یوه تن ته د ترورست خطاب وکړي، نو د دولت مخالفین د هغه دولت کړنو ته دولتي تروریزم وایي او که یو دولت خپل مخالف دولت، ترورست حکومت وبولي نو هغه دولت یې نړیوال ترورستي دولت بولي.

نن ورځ تروریزم د خلکو کورونو ته رسېدلی دی او ټول نړیوال د ترهګرۍ له امله په یو نه یو ډول سره اغېزمن سوي دي سره له دې چي د ترورستي کړنو څخه ټول نړیوال اغېرمن دي خو له بده مرغه چي د دې ګډ دښمن په پېژندلو کي پاتي راغلي دي او ځیني هیوادونه او اشخاص د خپلي ناپوهۍ له امله د دې ګډ دښمن سره په یوه سنګر کي ولاړ دي او هر ډول مرستي ورسره کوي چي په پای کي د هغه پر وړاندي ترورستي کړني تر سره کوي.

دا چي یو شمېر هیوادونه او اشخاص د تروریزم سره مرستي کوي په دې نه پوهیږي چي په حقیقت کي له خپل دښمن سره مرستي کوي ځکه چي تروریزم نه پېژني نو پر دې بنسټ باید چي له هر څه نه مخکي خپل ګډ دښمن وپېژندل سي.

موضوع: د ترهګرۍ لنډه پېژندنه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24