2021-03-24

عمومي رئیس دوکتور صافي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادانو سره ولیدل

یاده لیدنه نن چهارشنبه ترسره سول؛ چي پکښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي ذبیح الله زاهد، مرستیال ښاغلي میراحمد رحلت، د ډيپارټمنټونو آمرانو او استادانو ګډون کړى وو.

په پیل کي ښاغلي دوکتور صافي د حقوقو پوهنځی د استادانو څخه مننه وکړل، چي د حضوري زده کړي په روانه لړۍ کي یې خپل رسالت په ښه ډول اداء کړی دی.

همدارنګه ښاغلي دوکتور وویل تاسي د یوې کلیدي پوهنځی استادان یاست او د ټولني د عامه ذهنیت په جوړونه کي اغېزناک تأثير لري.

په جلسه کي د ادارې او استاد تر منځ پر علمي همکاریو خبري وسوې او په جلسه کي د ځینو مسایلو په اړه آزاد بحث ترسره سو.

د یادوني وړ ده، چي د استادانو سره د پوهنځی د میاشتنۍ جلسې تر څنګ کله کله عمومي ریاست هم د استادانو سره د همږغۍ ناستي کوي.

عمومي رئیس دوکتور صافي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادانو سره ولیدل



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04