2022-02-16

موضوع: د منځنۍ آسیا اهمیت

لیکنه: پوهنیار محمد صادق حریفال

دنده: د حقوقي او سياسي علومو پوهنځی اســتاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کامندانو او استادانو د مقالو برخه)

سریزه:

د نړۍ والو اړیکو په استدلال کې، سیمې اکثرا د هغو هیوادونو لخوا رامینځته کیږي چې د نژاد، بنسټونو او سیاسي ګټو ګډ تړاو ولري؛ د دې ټولو ځانګړتیاوو په نظر کې نیولو سره کله چې هیوادونه یو ځای شي او د سیمې په کچه د ځانګړو موخو د ترلاسه کولو لپاره اتحادیه جوړه کړي، نو دا یو سیمه ایز جوړښت بلل کیږي، بنا منځنۍ آسیا هم د پورته دلایلو پر بنسټ یوه سیمه بلل کیږي، دا سیمه په اوسني اقتصادي ډګر کې د ستراتیژیک موقعیت په پایله کې د ختیځ او لویدیز ترمنځ د ارتباط، د سیالۍ ځای او د لویو قدرتونو د پیاوړتیا له امله داسیمه د نړۍ یو له محوري سیمو څخه بلل کیږي.

منځنۍ آسیا د یوریشیا قارې په مرکز کې موقعیت لري چي د چین، اروپایي اتحادیې، هند، جاپان او روسیې ترمنځ مهمه اړیکه ده، همدارنګه دا سیمه د BRICS سازمان د خورا متحرک اقتصادي هیوادنو له لوري محاصره شوې ده، له بل لوري امریکا هم په دې سیمه کې خپلې موخې لري؛ نو منځنۍ اسیا د پراخو اقتصادي امکاناتو او جیو ستراتبیژيک موقعیت له امله خپل اهمیت لري، چي په تدریجي ډول د نړۍ په اقتصادي مرکز بدلیږي.

په دې لیکنه کې هڅه شوې ترڅو د منځنۍ آسیا اهمیت واضح شي.

د منځنۍ آسیا اهمیت په څه کې دی؟

د ۱۹۹۱م کال راهیسې کله چي د شوروي اتحاد له منځه لاړ، منځنۍ آسیا ( قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ) دوه اړخېزې ، څو اړخیزې او ډیپلوماتیکې اړیکې لري. منځنۍ آسیا په وچه کې پرته سیمه ده چي د یوروشیا په زړه کې ځای لري، منځنۍ آسیا، سیمه ایزو قدرتونو محاصره کړې ده، چي د شمال او لویدیځ لوري ته يي روسیه ، ختيځ لوري ته يي چین، سویل لوري ته يي ایران. جنوب او جنوب ختیځ لوري ته يي هند شتون لري (Rakimov, 2010).

د دې مرکزي موقعیت پدې معنی دی چې د مرکزي آسیا سیمه اکثرا د ځواکمنو امپراتوریو مهم اړخ و او دی (Siegel, 2002)، دې سیمې د برتانیې او روسیې امپراتوریو تر منځ په ستراتیژیکه سیالۍ کې د پام وړ رول ولوباوه، چې د لویې لوبې Great Game)) په نوم پیژندل کیږي، نن ورځ، د یوروشیا په قاره کي منځنۍ آسیا د جیو پولیټیک موقعیت او د بډایه انرژي سرچینو شتون له امله په نړۍ وال ډګر کې خپل اهیمت زیات کړی دی، کله چي له ۱۹۱۹ م کال راهیسې د منځنۍ آسیا هیوادنو د شوروي اتحاد څخه ازادي ترلاسه کړه، نو له یو لړ داخلي ګواښونو سره مخ ده لکه د ګډو پولو پرسر اختلافات او مذهبي جګړې، مګر له بل لوري یادې سیمې په خپل منځ کې ښه سیمه ایزه همکاري رامنځ ته کړې ده، چي له امله يې ډیرې ګډې ستونزې حل کړي او یو باثباته او خوندي چاپیریال يې رامنځ ته کړي (Rakimov, 2010, pp. 95,96).

د ۱۹۹۱م کال د ډسمبر په ۲۵مه د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره سم دغه پنځه هېوادونه د خپلواکه دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندل شول. د کاولسکي په وینا، "د توکمیز، ژبني، تاریخي او کلتوري پلوه، دغه دولتونه یو شان دي" (Qimao, 1999). له بل پلوه، د شوري اتحاد له لوري د مصنوعي سرحدونو جوړلو، وخت ناوخته د یادو هیوادنو ترمنځ قومي او ځمکنۍ شخړې رامنځ ته کړي، چي د یادو دولتونو لپاره خورا پیچلې او ډراماتیک معامله وه، که څه هم، د سیمې د څېړنکو هر یو رحیموف او ارازایوا په وینا، یاد پنځه دولتونه د مصنوعي سرحدونو څخه د دوه اړخیزو ګټو په اساس د ستونزو حل کولو توان لري.

یادو پنځو هیوادونو د شوروي اتحاد تجربې سره شریکې کړې، او ټول د خپل ملت جوړونې په لومړي پړاو کې دي (M. Rahimov, 2010) . څرنګه چي یاده سیمه د سیمې د قدرتونو له لوري محاصره ده له بل پلوه کیدای شي له همدې سیمې څخه د آسیا او اروپا، یا آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د احتمالي ترانسپورت دهلیز په توګه ګټه واخستل شي. د مکندر په وینا، منځنۍ اسیا د نړۍ زړه دی، او د نړۍ د یو لوی ځواک د کنټرول لپاره باید منځنۍ اسیا تر خپل کنټرول لاندې وي. له ستراتیژیک نظره، منځنۍ اسیا د چین، روسیې او متحده ایالاتو په ګډون د هر لوی ځواک د جیو پولیټیک ګټو لپاره د پام وړ ده (Mackinder, 1981)

د شوروي اتحاد له تجزیه کیدو ورورسته، پنځو نویو واکمن دولتونو په تیرو دوو لسیزو کې په خورا چټکۍ سره حرکت کړی، دوی د ملي پالیسۍ او هویت نیسټونه رامنځ ته کړي او بهرنۍ پالیسۍ يې جوړې کړي، ترڅو ملي امنیت، سیاسي او اقتصادي ګټې خوندي کړي (Gleason, 'Inter-State Cooperation in Central Asia from the CIS to the Shanghai Forum, 2001). د ګلسن په وینا د منځنۍ آسیا سیمه د طبیعي زیرمو له اړخه بډایه سیمه ده، په ځانګړي توګه تیل او ګاز په کښي په پریمانه اندازه پیداکیږي، نو له همدې امله په سیمه او نړیواله کچه باندې د انرژي پرمختلونکي لوبغاړي جوړوي. سربېره پر دې، د منځنۍ آسیا موقعیت بې له دي چي فاصلي په نظر کې ونیسي د سوداګریزو شریکانو د موندلو توان لري (Yenikeyeff) ، یو شمیر لوی بازاررونه د سیمي پولو ته نږدي پراته دي. خو له بل لوري د امریکا متحده ایالات او اروپا دېته لیواله ده چي د منځنۍ آسیا څخه ګاز ترلاسه کړي. اروپا او د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چي اروپا ته د روسیه له لوري د ګاز لیږد محدود کړي. د کریمر په وینا، "اروپا او متحده ایالات له کلونو راهیسې د روسیې سره د طبیعي ګاز د پایپ لاین انحصار ماتولو لپاره په جګړه بوخت دي". چي منځنۍ اسیا به وکولای شي د ګازو او تیلو بدیل برابر کړي (Robins, 2013). له بل لوري چین د امریکا متحده ایالاتو او اروپا د یادې کړنې څخه په ویره کې دی.، هڅه کوې چي د منځنۍ آسیا سره په دې برخه کې ښې اړیکې ولري، پر همدې بنسټ منځنۍ آسیا د یوې ګاونډۍ سیمې په توګه د یوې احتمالي بدیلې سرچینې په توګه بدله شوې ده. د هر بهرني ځبر ځواک سره د انرژۍ همکاري به د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د پام وړ ګټه ورسوي، ځکه چې دا به پانګه اچونه، د زیربناوو پراختیا، د کاري فرصتونو وده او د سوداګرۍ په نورو برخو کې پراختیا راولي.

د انرژۍ د زیرمو د بډایه کیدو سربیره، دا سیمه یو وخت د شوروي اتحاد لخوا د اوبو د زیرمو لپاره کارول کیده (Weinthal, 2002). به هرصورت، د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته، روسیه په منځنۍ اسیا کې د بهرني ځواک په توګه پاتې شوې، خو اوس روسیه یو له هغو سیالانو څخه ده چې د منځنۍ اسیا په راټوکېدلو دولتونو کې د نفوذ لپاره هڅه کوي، په ځانګړې توګه د سیالو سترو قدرتونو، چین او امریکا پر وړاندې.

پایله:

د منځنۍ آسیا جمهوریتونو د پام وړ طبعي منابعو او جیوپولیټیک موقعیت له امله د سیمه او نړۍ پام ځان ته راړولی دی؛ دغې سیمې د یوریشا اقتصادي فضا د نړیوال ادغام لپاره نوي پړاو ته دننه کړې ده. منځنۍ آسیا هغه سیمه ده چي د خپل جیوپولیټیک اغیزو او د ستر قدرتونو د سیالۍ له امله د نړۍ د بلې هرې سیمې په پرتله خورا د پام وړ ګرځېدلې ده، د امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، اروپايي اتحادیه او هند هغه سیمه ایز او نړۍ والو قدرتونو دي چي په یاده سیمه کې په سیالیو بوخت دي، مګر روسیه له بل هر چا په یاده سیمه ډېر نفوذ لري او د لا ډېرولو په هڅه کې ده. همدارنګه توکمیز او مذهبي شخړو، سیاسي ناکراریو، د انرژي سیالیو او د مختلفو لوبغاړو ستراتیژیک موقعیت د منځنۍ آسیا په سیمه ایزو شرایطو کې تکراري ځانګړتیاوې ثابتې شوي دي.

موضوع: د منځنۍ آسیا اهمیت



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24