2022-02-16

محصلینو د بهرنیو چارو ریاست څخه لیدنه وکړل!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د اووم او اتم سمسټر محصلینو د کندهار ولایت د بهرنیو چارو ریاست څخه پر داسي مهال لیدنه ترسره کړل چي د څانګو آمرینو يې ملتیا کول.

د بهرنیو چارو رئيس مولوي عبدالشکور حقاني یادو محصلینو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ يې د ریاست د ټولو اداري چارو څخه د لیدني بلنه ورکړل تر څو محصلینو ته د هر برخي مسؤل معلومات ورکړي.

په لیدنه کي د یاد ریاست رئيس مولوي حقاني صاحب خوښي څرګنده کړل او د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د فعالیتونو څخه ستاینه يې وکړل او تر څنګ يې د هر راز همکارۍ ډاډ وکړ.

د یادوني وړ ده چي میرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو پر پار وخت پر وخت علمي سیر او د عملي کارونو پروګرامونه په لاره اچوي تر څو د ظرفیت لوړوني لړۍ جاري ساتل سوې وي.

محصلینو د بهرنیو چارو ریاست څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24