2022-02-17

موضوع: بشـــري مـنـــابــع

ليکنه: سمیع الله ولي

د اقتصاد پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

په سازمان یا یوه ادره کی د بشری منابع یا هم په انکلیسی کي ورته Human resource Management یا هم HRM په نامه یو Department (شعبه) فعالیت کوی چی یاد Department په یو سازمان کی مهم رول لوبوی. په دولتی ادارو کی منابع بشری او په غیری دولتی مؤسساتو کي ورته HR ویل کیږي. د بشری منابع د لاښه پیږندلو لپاره لاندی دوه تعریفونه ورته شوی دي.

یو سازمان د خپلو فعالیتونو د لا ښه کولو په موخه مسلکی اشخاص ګمارل یا استخدامولو ته بشری منابع ویل کيږي.

یا په بل عبارت په بشری منابع کی ټول هغه فعالیتونه استعمالیږی چی په واسطه یی نوی کارمندان سازمان ته لپاره را جلب وی.

د بشری منابع وظایف په اداری شعباتو کي د مهم وظایفو درلودنکي دی د نوی کارمندانو استخدامول، د حاضری کنټرول، د معاشاتو ورکړه او همداسي نور دی

په غیری دولتی مؤسساتو کي یې مهم وظایف د حاضری کنټرول، د نوی کارمندانو استخدامول، د معاشاتو ورکړه، د امتحاناتو لپاره سوالونو ترتیب ول، د شارټ لیست کاندیدانو ته خبر ورکول د امتحان لپاره او همداسی نور دی.

بشری منابع اجزاوئ

1. استخدام او ټاکنـــه Recruitment and selection

2. روزنه او پرمختګTraining and Development

3. د فعالیتونو ارزیابی غبرګون Performance appraisal and feedback

4. ورکړه او امتیازات Pay and benefits

5. د کاریګرو سره اړیکي Labor relations

1. استخدام او ټاکنه Recruitment and selection:

د بشری منابع د اجزاو څخه لومړني استخدام او ټاکنه ده. سازمان خپلی خالیګاه ته په کتو سره بست (Position) اعلانوي، د اعلانولو وروسته د HR Officer اوږد لیست Long List جوړوي، Long List د کاندیدانو د لوړي پوهي په اساس جوړیږي. د Long list د جوړیدو وروسته د HR Officer لخــــوا Short list هم جوړیږي، په لنډ لیست کي حدی اقل 5 کســـه وي چي د Short list سوی کسانو څخه امتحان د کاغذ له لاری دی اخیستل کیږي چي Written test ورته وايې. د لوړو نمرو لرونکو څخه مرکه (Interview) اخیستـــــل کېږي، چي حدی اقل په Interview کي دوه کسه انتخابیږي، دداغه دو کسانو له جملي څخه یو کس ټاکل کېږي. کامیابه سوی کس ته offer یعنی واړاندیز ورکول کیږي، Offer د ایمیل له لاری یا هم د پاکټ له لاری ورکول کېږي په Offer کي لیــــکل سوي

موضـــوعات:

الف: د سازمان د لاحیی وظایف

ب: د معاش په هکله معلومات

ج: د کاری ساعتونو په هکله معلومات او همداسی نور....

Offer يعني وړاندیز په اخیر چپه طرف کي د سازمان د رئیس لخوا لاسلیک کېږي او په راسته طرف یې د انتخاب سوي کس لخوا لاسلیک کېږي. وړاندیز ته په کتو کاندید خپله پړیکره کوي چي یادی وظیفه کوي که نه، که یې لیوالتیا ورته درلودل نو ور لاسلیک کوي او که یی لیوالتیا نه ورته درلودل نو نه یی لاسلیک کوي. د Offer تر لاسلیک وروسته نوموړي کاندید Reference Check کېږي.

د Reference Check څه ته وایې؟

کله چي یو فرد خپله CV و یوه سازمان ته د استوي، نو د CV په اخیره کي فرد د خپل Supervisor نوم، نمبر، ایمیل او Position

چي په کوم سازمان کي یې کار کړیدي ذکر کوي يې.

د سازمان HR Officer نوموړي Supervisor ته ایمیل استوي او د نوموړی کس په هکله معومات ترینه کوي.

د Reference Check نه وروسته د Documents check یعني د اسنادو کتل کېږي. دداغه اخیرني پروسی نه وروسته که چیري کاندید کامیابه سو، نو بیا نوموړی شخص وظیفی ته غوښــــــــتل کيږي. د هغه نه وروسته دویمه پــروسه شروع کېږي.

2: روزنه او پرمختګ: Training and Development

د لمونړي پروسی نه وروسته دوهمه پروسه چي ده هغه روزنه او پرمختګ دي چي د HR مسولیتونو څخه دي چي نوي استخدام سوی کس ته Training ورکي. د Training څخه هدف د مسؤلیتونو ور پیژندل دي چي څه رقم نوی استخدام شوی کس خپلي وظیفی ته ادامه ورکي او د سازمان څه ډول پالیسی دی. یاد وظایف په سازمانو کي فرق کوي. په اکثره سازمانو کي د HR لخوا ورته ښودل کیږي او په بعضی سازمانو کي یې د Line Supervisor لخوا ورته ورکول کېږي.

3. د فعالیتونو ارزیابی غبرګون Performance appraisal and feedback

هر ارګان یوه فورمه لری چي د ارزیابی لپاره ده، چي معملا د یوه کال لپاره جوړیږي. کارمند یې Fill ډک کوي د هغه نه ورورسته Supervisor ته ځي د هغه نه وروسته HR ته ځي. د HR د لخوا کتل کېږي، چي په کوم ځاي دده کمزوري ده اوپه کوم ځاي کي قوت لري. ددی ټولي پروسی نه وروسته نتیجه راباسی او بیرته نتیحه یې د کارمند سره شریک کېږي چي دی ته Feedback ویل کېږي. که یې نتیجه مثبت وه یعني ښه وه نو په دولتی ادارو کي قدم ورکول کیږي او په غیری دولتی مؤسساتو کي ورته Steps ویل کېږي ورته ورکول کېږي. چي په قدم ورکولو سره معاش هم ورته اضافه کېږي.

4. ورکړه او امتیازات Pay and benefits

په اکثره سازمانونه کي خپلو کارمندانو ته یو لړ امتیازات ورکول کېږي. لکه ګرځلاو لپاره تلیفون Smart Phone، انټرنیټ لپاره کارټونه، د خبرو لپاره کریډیټ کارټونه، ټرانسپورټی خدمات او همداسی نور ډول ډول امتیازات ورکول کېږي.

د استخدام ډولونه Recruitments Kinds

استخدام پر 2 ډوله دی 1 داخلي استخدام Internal Recruitment او 2 خارجي استخدام External Recruitment.

په اصل استخدام پر 3 ډوله دی چي 1 داخلي استخدام Internal Recruitment 2 خارجي استخدام External Recruitment او 3 outsourcing Recruitment ویل کېږي. د Outsourcing لپاره په پښتو کي داسي نوم نه سته.

. 1 خارجي استخدام External Recruitment

هغه خلک پیدا کول چي تراوسه پوری په داغه ارګان کي کار نه وی کړي یعني کوم ارګان چي یې بست اعلان ته سپارل سوي وي.

ددی څخه هدف د نوي شخصیتونو استخدام ول دي.

2.داخلي استخدام Internal Recruitment

د ارزیابي وروسته هفه کسانو چي ښه کارګردګي کړي وي نو هغه ته Promotion ورکول کېږی نو دی ته داخلي استخدام Internal Recruitment ویل کېږي.

3. د Outsourcing Recruitment: چي ارګان یوی وی او استخدام یی بل ورته کوي. مثلاً UN خپله یوه پروژه یو بل NGO یا مؤسسی ته ورکوي، چي استخدام به ته کوي نفر به ته ګماری خو معاشاتو به UN ورکوي. کار به له NGO لپاره کوي خو په اصل کارمند به د UN وی چی د داغه استخدام څخه زیاته استفاده UN کوي.

موضوع: بشـــري مـنـــابــع



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24