2022-02-22

د محصلینو ابتدائيه تمثیلي‌ محکمه ترسره سول!

نن پنج شنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۲۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي ابتدايه تمثيلي محکمه ترسره سول.

په غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځيو رئيسانو، اداري کارمندانو، استادانو او درنو محصلینو ګډون کړی و.

نوموړې تمثيلي محکمه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او نشراتو آمریت په ګډه همکاري ترتیب سوې و چي د یادي پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي د محصلینو له لوري د استاد نظرمحمد نظري په لارښوونه وړاندي کړل سول.

د غونډي په پيل کي د قرانکریم تلاوت وسوو، ورپسې د اجنډا سره سم د پيل او ښه راغلاست وینا د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس ذبیح الله الهام وکړل.

ورپسې د یادي محکمې لارښود استاد او د حقوقي کلينيک آمر ښاغلي نظرمحمد نظري

د ابتدائيه محکمې په اړه خپله ترتیب کړې هر اړخیزه وینا وکړل.

وروسته ابتدائيه محکمه د جلسې د رئيس لخوا رسماً پيل سول،

چي پکښي د جلسې غړو، منشي، تورن، څارنوال، مدافع وکيل، پوليس، د عدلي طب ډاکټر او د تورن په اړه شاهدانو ګډون درلود دی،

په محکمه کي د تورن کس په اړه څارنوال او مدافع وکیل خپل بیان وړاندي کړ،

شاهدانو د پيښي په اړه خپله شاهدي ادا کړل، تورن کس پر خپل کړي عمل اقرار وکړ او تر څنګ يې پېښماني وښودل، د ټولو بیاناتو او شواهدو د وړاندي کولو څخه وروسته د جلسې رئيس فیصله اعلان کړل او مجرم يې د کړي عمل په سزا محکوم کړ.

د یاد پروګرام ارزونه د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور له لوري وسول چي په نوموړي عملي کار سره یې زیاته خوښي وښودل او د داسي نورو علمي او عملي پروګرامونو د دوامداره ساتلو غوښتنه يې وکړل.

د غونډي په وروستۍ برخه کي لارښود استاد نظرمحمد نظري ته علمي مرستیال

او د یاد تمثیل ترسره کولو محصلینو ته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس او څانګو د آمرینو لخوا ستاینلکونه ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نظري زده کړو تر څنګ محصلین په عملي زده کړو هم سمبال کړي دي چي په تیره اونۍ کي د محصلینو لخوا اسلامي شورا ترسره سو.

د محصلینو ابتدائيه تمثیلي‌ محکمه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24