2022-02-22

د محصلينو د مونوګراف دفاع!

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي د اتم سمسټر محصل ښاغلي روح الله خپل د مونوګراف موضوع د جؤري هئيت په مخکي په پوره برياليتوب سره دفاع کړل. د نوموړي محصل د مونوګراف موضوع د اختطاف د جرم څېړنه د افغانستان د نافذه قوانينو له نظره تر عنوان لاندي وه.

جؤري هئيت چي د پوهنځی د مسؤلینو او استادانو څخه ټاکل سوی پلاوی و د یاد محصل پر مونوګراف يې هر اړخیزه کتنه وکړل او په ټاکل سوي موضوع کي يې ورڅخه خپلي پوښتني وکړې چي د محصل روح الله لخوا جواب کړل سوې.

د یادوني وړ ده چي د حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځیو محصلین د خپلي لیسانس دورې په اتم سمسټر کي پر یوې ټاکل سوي موضوع د مونوګراف په نوم څېړنه کوي او وروسته يې د جؤري هئيت په مخکي دفاع کوي.

د محصلينو د مونوګراف دفاع!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24