2022-02-23

موضوع: د مورنيو ژبو نړيـــواله ورځ

لیکنه: محب الله هـوتـک

دنده: د نشـراتـــو آمـــريت آمـر

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

د فبروري ۲۱مه چي د حوت د میاشتي‌ دوهممي نېټې سره سمون خوري د مورنيو ژبو نړيـــواله ورځ بلل سوې ده، دا ورځ د یونیسکو سازمان له لوري د ۱۹۹۹ میلادي کال د نومبر پر ۷ مه نېټه اعلان کړل سول چي لومړنۍ لمانځنه یې د ۲۰۰۰ میلادي کال د فبوري د میاشتي پر ۲۱مه نېټه ترسره سول.

ژبه:

ژبه یوازي د پوهولو او پوهېدلو وسیله نه ده، بلکي همدا ژبه د یوه قوم کلتور او عنعنات ساتي او تر راتلونکي نسلونو پوري یې رسوي.

ارزښت:

د مورنۍ ژبي د ارزښت او اهمیت په اړه خان عبدالفغار خان وایي وای کوم قام ته چي خپله ژبه سپکه سي قام ورسره سپکيږي او د کوم قام څخه چي ژبه ورکه سي نو قام ورسره ورکیږي.

پښتو ژبه:

پښتو ژبه زموږ مورنۍ ژبه ده او د افغانستان ملي ژبه ګڼل سوې ده چي د هیواد څخه دباندي هم په میلینونو پښتانه اوسيږي نو واضح خبره ده چي ویوونکي یې زیات دي.

ولي پښتو ژبي تر اوسه پرمختګ ونه کړ؟

دا ستونزه په عمومي کچه په پښتانه قام کي ده چي ولي یې

خپله ژبه د پرمختګ کولو څخه محرومه ساتلې ده.

۱: د پښتانه واکدارنو لخوا خپله پښتو د دربار څخه ایستل.

۲: پښتون قام د زده کړي او پوهي سره علاقه نه ښودل.

۳: پښتانه لیکوالان پر معیاري لیکدود نه سره جوړېدل.

۴: د بلي یوې ژبي زیات استعمال کول چي حتی په اکثریت ځوانانو کي اوس دا یو موډ او فېشن ګرځېدلی دی.

۵: د عصري او ټنکالوژي نړۍ څخه بې خبره پاتېدل.

۶: د دولت له لوري د استادانو او لیکوالانو کتابونه نه چاپ کول.

او داسي نوري هغه ستونزي دي چي پښتو ژبه یې یوازي د محلي لهجې

په شکل ښکاره کړې ده او د پرمختک هر څه یې پر درولي دي.

وړاندیز:

که چيري د ژبي د ستونزو د حل په موخه دولت داخلي او نړیوال علمي کنفرانسونه

او علمي ورکشاپونه د یوې ځانګړي کمېټې له طریقه ترسره کړي

نو انشاالله چي پښتو ژبي ته به په یو لږ اندازه کار سوی وي.

یادونه:

که یو څوګ د خپلي مورنۍ ژبي پرمختګ غواړي، کار ورته کوي،

مینه ورسره لري، خبري په کوي، زده کړي په کوي او حق يې غواړي

دا ټول ځکه ترسره کوي چي الله (ج) د یو ویونکي مخلوق په توګه

نوموړې ژبه ورکړې ده.

که ورته تعصب وویل سي نو دا بیا یوه لویه تیروتنه ده.

موږ او تاسو باید د هري ژبي، قوم، مذهب او سیمي ته احترام ولرو

خو خپل هر څه باید د یاده و نه باسو.

موضوع: د مورنيو ژبو نړيـــواله ورځ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24