2021-03-25

د غوره راپورونه په لړۍ کي نن د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي بریالي سمسور راپور وړاندي کړ

نن پنج شنبه د حمل میاشتي پر پنځمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي ښاغلي سمسور د خپلي ادارې راپور وړاندي کړ؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د پوهنځیو رٸیسانو او اداري مسؤلینو ګډون کړی وو.

په پیل کي ددې لړۍ د طرزالعمل مطابق علمي مرستیال ډاکټر نور پرانسته وکړل او زیاته یې کړل چي د هري ادارې په راس کي به مسؤل راپور وړاندي کوي.

ښاغلي سمسور تر مقدماتي خبرو وروسته په تفصلي ډول د محصلانو چارو اړوند خپل راپور وړاندي کړ.

ښاغلي سمسور د راپور تر څنګ وویل چي د شلمي دورې د کانکور ازمویني لپاره بشپړه امادګي لري او ظرفیت ته په کتو به په دریو پوهنځیو کي محصلان جذب کړي؛ په خبره یې چي مامورین یې شپه او ورځ لګیا دي چي د افغان ځوانانو لپاره په تدریسي او اداري برخو کي د چارو د اسانتیا لپاره سهولتونه اماده کړي.

په جلسه کي ګډون والو هم خپلي پوښتني وکړې او سمسور صاحب جوابونه ورته وویل.

د یادوني ده، چي تر دې وړاندي د طب پوهنځی هم خپل غوره راپور وړاندي کړ.

د غوره راپورونه په لړۍ کي نن د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي بریالي سمسور راپور وړاندي کړ



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-11