2022-03-03

موضوع: د پخواني شوروي اتحاد د ماتي عوامل

ليکنه: تاج محمد ساحل

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

د دې عوامل پر دوه ډوله دي

1ـ داخــلي لاملونه

2ـ بهرني یا خارجي لاملونه

چي پر دواړو داخلي او بهرني عواملو به بحث وکړو

د یاد اتحاد د نسکورېدو کورنۍ علتونه!

الـف جز ـ کورني لاملونه:

1- دبېلابېلو مذهبي قومي او فرهنګي ډلو موجودیت او اوسېدل

2- دحزب دکړنلاري داصولو او عقایدو څخه دانقلاب ددوهم او دریـم نسل لیروالۍ.

3- دنظام دځينو غړو دپيسو سره افراطي مینه دحزب اودولتي موقیف څخه سوی استفاده.

4- د نظام دمهمو تصمیم نیونکو او دولتي رهبرانو په ډلیز شکل تسلیمدل غربي فرهنګ ته.

5- د دوښمن هیوادنو څخه دخوارکي او غیري خوراکي اموالو لکه غنم او داسي نورو واریدول او هغوی ته اړتیا.

ب جز ـ

1- دشـوروي اتحاد پر ضـد دغربیانو دفرهنګي اسبابو څخه ګټه اخیستل او هر اړخیز تبلیغات د راډيو ټلویزیون سېنما چاپي مطبوعاتو رول چي دشوروي اتحاد هیڅ پاملرنه نه ورته کول بلاخره یې دنسکوریدو سبب وګرځيدل

2- دغربي مخرب فرهنګ تطبیق او په ځانګړي توګه دمسکو دالمپيک څخه وروسته دکوکا کولا کار خانې دکار پيل او غربیي اموالو ته لار خلاصیدل

3- د غرب جاسوسي کړۍ او سازمانونو زیات فعالیت او ونډه په داغه سازمانونو کښي دروسانو ټاکل کیدل او د شوروي اتحاد تخریب او په اروپایی هیوادونو کښي دروسانو ځای پرځای کېدل او دهغوی څخه دجاسوسۍ ګټل اخیستل.

4- ددریمي نړۍ دهیوادونو سره دشوروي پراخي نظامي او اقتصادي مرستي چي د کاله 50 ملیارډو ډالرو څخه زیات د شوروي اتحاد د بودیجې څخه ورکول کېدل

5- او د افغانستان جګړه چي د شوروي اتحاد دړنګیدو ستر لامل سو او په دي جنګ کښي دیاد اتحاد د پنځوس زرو څخه زیات پوځيان له منځه ولاړل

6- په ایران کښي د اسلامي انقلاب بریالیتوب

پورته ټول هغه عوامل دي

چي شوروي اتحاد يې وپرځوي اوړنګ یې کړ.

موضوع: د پخواني شوروي اتحاد د ماتي عوامل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24