2022-03-09

موضوع: بيمه او د بيمې د بطلان دلايل

ليکنه: نور احمد غالب

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی څخه فارغ

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د فارغ محصلينو د مقالو برخه)

د ژوند، وسايلو، املاکو او يا د نورو شيانو بيمه کول يو ډول تړون دي چې د بيمي د شرکت او د بيمه کېدونکې کس ترمنځ ترسره کېږي. بيمه کېدونکي کس د بيمي شرکت ته د وسايلو، املاکو او د ژوند د بيمي په مقابل کې ټاکل شوي اندازه پيسي ورکوي او د بيمي شرکت د حوادثو په وخت کې د بيمه شوي جنس، وسايلو او يا هر هغه څه چې بيمه چې بيمه شوي وي عين جنس او يا د هغه قميت د بيمي د تړون مطابق ورکوي. سربيره پر دې د بيمې تړون ايجاب او قبول لري. چې د بيمه کېدونکې کس لخوا اېجاب او د بيمي د شرکت لخوا د قبول تعهد ترسره کېږي. په دغه تعهد يا تړون کې بيمه شوي کس د ټاکل شوي مقدار پېسو د ورکړي په مقابل کې د بيمي د شرکت څخه د ټاکل شوو شرايطو لاندي د حوادثو په يېښېدلو سره د تلف شوي جنس خساره ترلاسه کوي.

که د بيمي په موده کې دبيمه شوي سوداګريز توکي، موټر، کور يا وسايل غلا شي اور واخلي يا خپله بيمه شوي کس مړ سي او يا دېته له ورته نورو پېښو سره مخامخ شي، نو بيمه شوي کس به د بيمي له شرکت څخه مشخص مبلغ يا خساره ترلاسه کوي.

له دي څخه معلوميږي چې بيمه د بيمي د شرکت او بيمه شوي کس ترمنځ د بيمي په ډول او شرايطونو باندي د اتفاق يو تعهد يا تړون دي. بش بيمه يو عهد يا تړون دي چې د بيمي شرکت دهغه په اساس وعده کړي چې بيمه شوي کس ته د حوادثو د پېښېدلو په وخت کې د رامنځته سوو زيانونه جبران يا ټاکل شوي مقدار پيسي ورکړي.

د بيمي شرکت د له منځه تللي جنس په مقابل کې بيمه شوي کس ته د جنس د عوض يا ټاکل سوي مبلغ په ورکولو کې اختيار لري. کله چې د د بيمي د تړون مطابق کومه پېښه پېښېږي، نو د بيمي د شرکت لخوا بيمه سوي کس ته د تاوان د ورکولو په قناعت او يا د محکمي د حکم په اساس د بيمه سوي جنس عوض، يا اټکل شوي مقدار پيسي د بيمه شوي کس حق دي چې بايد يې ترلاسه کړي.

بيمه کيدلي سي د بيمه سوي کس ګټه وي او کيدلي شې د بل کس لکه د بيمه سوي کس د اولاد، ښځي، نوري ورئي او د هغه شخص يا ډلي په ګټه وي چې بيمه سوي کس ټاکلي دي. د ژوند، سوداګريزو توکو، کور، وسايلو او داسې نورو شيانو بيمه د خلکو پر سترګو پيژني معاملي ته د ښکلا د رنګ ورکولو په مانا دي او په حقيقت کې دا کار د انسان پاته ژوند نه تا‌ءمينوي، بلکي دا يوازي د هغه د اولاد، ښځي، ورثي او هغه کس يا ډلي لپاره چې بيمه شوي کس ټاکلي د ځانګړي مبلغ تامينول دي. همدا رنګه دا کار د سوداګريزو توکو، کور، موټر، وسايلو او داسي نورو توکو تامين نه شي کولي، بلکي يوازي د بيمه شوي جنس عوض او يا د هغه بيه تامينوي، داسي چې که يې بيمه شوي سوداګريز توکي کور، موټر، وسايل او هر هغه څه ته چې په ملکيت کې يې لري او بيمه شوي وي ضرر ورسيږي او يا تلف شي، نو د هغه عوض يا بيه ورکول کېږي. پس په حقيقت کې بيمه د ژوند او وسايلو ضمانت نه کوي. بلکي يوازي د بميه سوي کس او يا د هغي د ورثي لپاره د بيمه شوي جنس د مبلغ د لاسته راوړلو ضمانت سوي، يا د هغه څه عوض تامينوي چې د بيمه سوي کس څخه ورک سوي او يا تلف سوي وي. دا د بيمي اصلي واقعيت دي.

د بطلان لاملونه په لاندي ډول دي:

لومړي: بيمه يو تړون دي او د دوو طرفونو په اتفاق او ايجاب او قبول سره تر سره کېږي. ايجاب د بيمه کېدونکي کس او قبول د شرکت لخوا ترسره کېږي. د دي لپاره چې دغه تړون شرعي بڼه ولري. نو لارمه ده چې د شرعي عقد يا تړون شرطونه ولري، که يې شرعي تړون شرطونه درلودل، تړون صحيح دي او که يې نه درلودل، نو تړون باطل بلل کېږي. شرعي تړون بايد په عين جنس او يا د هغي په ګټي سره ونه شي، نو تړون باطل بلل کېږي، ځکه د دوي په منځ کې داسې څه نشته چې شرعي تړون يې تقاضا کوي، تړون شرعا يا خو د عوض په مقابل کې پرعين جنس سره ترسره کېږي، لکه اخيستل او خرڅول، سلم، شراکت او داسي نور، يا هم پر عين جنس باندي پرته له عوضه ترسره کېږي لکه هيه او يا عوض په مقابل کې د جنس پر ګټي تر سره کېږي لکه اجاره او يا هم د جنس پر ګټي پرته له عوض څخه تر سره کېږي لکه عاريه.

پس لازمه ده چې شرعي تړون بايد په يو څه باندي ترسره شي، د بيمي تړون ته په عين جنس او نه هم د جنس پر منقعت باندي تر سره کېږي، بلکي يو عهد دي چې په يوه ډول ضمانت باندي تر سره کېږي. تعهد او ضمانت عين نه بلل کېږي. ځکه ضمانت ‌ذاتاَ نه استهلا کېږي. نه تري ګټه اخيستل کېږي او نه هم مصرفيږي. همدارنګه ضمانت ګټه نه بلل کېږي. ځکه تعهد يا ضمانت نه په اجاري او نه په اعاري سره ذتاَ کومه ګټه نه سي ورکولاي.

د بيمي تعهد پر بنسټ د مال لاسته راوړل ګټه نه ګڼل کېږي، ځکه دا يوازي د معاملاتو له اثراتو څخه يو اثر دي. له دي څخه معلوميږي چې د بيمي تړون نه په عين جنس او نه د جنس پر منفعت سره ترسره کېږي. ځکه نو دا ډول تړون باطل دي او د صحت هغه شرطونه نه پوره کوي چې په شرعي تړون کې لازم دي. تر څو شرعي تړون وبلل سي.

دويم: د بيمي شرکت له بيمه کوونکي کس سره پر داسي ځانګړو شرطونو باندي تعهد کوي چې د ضمانت وګڼل سي که يې دا شرطونه ولرل ضمانت يې شرعي بڼه خپلوي او که يې ونه لرل، نو شرعي بڼه نه بلل کيږي. شرعي ضمانت په لاندی ډول دي:

ضمانت: ضمانت دې ته ويل کېږي چې يو څوک د ضمانت سوي شخص مسووليت( د حق ادا کول) په خپله غاړه واخلي لازمه ده چې يو مسوؤليت سره يو ځاي سي. همدارنګه لازمه ده چې په دي کې ضامن، مضمون عنه ( تضمين سوي کس) او مضمون له ( چاته چې ضمانت سوي) شتون لري. د حق د التزام پر وړاندي ضمانت پرته له بدلې يا عوض څخه ترسره کېږي او د عوض يا بدلې اخيستل ناروا دي، د ضمانت د صحت شرط دا دي چې ضمانت بايد د لازم يا واجب سوو مالي حقوقو او يا هم هغه حقوقو چې په راتلونکي کې لازميږي وسي. که ضمانت د واجب سوي يا واجب کېدونکي حق په اړه نه وو. نو ضمانت نه صحيح کېږي، ځکه ضمانت د حق په التزام کې د ضامن د مسوؤليت يوځايوالي د مضمون عنه په مسوؤليت کې دي، که پر تضمين سوي کس باندي کوم جق نه وو، پس هغه کوم مسوؤليت نه لري، هغه حق وروسته لازميږي، لکه که يو سړي يوې مېرمنې ته ووايي، له فلاني سره واده وکړه، زه دې د مهر ضمانت کوم. په دي ضمانت کې ضامن خپل مسوليت د تضمين سوي کس سره تړلي دي او هر هغه څه چې د پر تضمين سوي کس باندي لازميږی پر ضامن هم لازم دي، ضامن د ټولو هغه څه پر ورکول باندي ملزم دي چې پر تضمين سوي کس باندی لازميږي او په دي مثال کې ضامن خپل ځان ښځي ته د مهر په ورکولو باندي ملزم کړي دي که پر چا باندي حق نه وو او يا وروسته نه ورباندي لازميده، نو په دي صورت کې بيا د ضمانت مفهوم مانا نه ورکول او ضمانت نه صحيح کېږي.

په دي اساس که د مضمون له ( چاته چې ضمانت سو) پر مضمون عنه ( د چاچې ضمانت سوي) باندي حق نه وو او يا وروسته نه لازميده، نو ضمانت نه صحيح کېږي، ځکه شرط دا دي چې هغه څوک چې ضمانت کوي، نو يا د مال د ضايع کېدلو په صورت کې د عين مال ضامن دي يا د هغه د جبران يا پور کېدلي سي بالفعل او في الحال ضامن دي. دا هغه وخت امکان لري چې حق واجب سوي او پر شخص باندي ثابت سوي وي او يا هم بلقوه ضامن وي، دا هغه وخت کېدلي سي چې حق په راتلونکي کي لازميږي او پر شخص باندي ثابتيږي، پس هغه کس چې ضمانت کوي، که بالفل او بلقوه ضامن نه وي نو ضمانت نه صحيح کېږي، ځکه هر وخت چې پر مضمون عنه باندي واجب نه وي، نو هغه پر ضامن هم نه لازميږی. که يو سړي له خلکو څخه جامي واخلي او بل کس جامې ورکوونکي ته ووايي چې جامي دې ورکړه، زه ستا د جامو ضامن يم. په دي صورت کې که جامي له منځه لاړي، نو ايا دغه ضامن د هغه کس پرځاي چې جامې يې ترلاسه کړي دي،

د جامو د قميت ضامن دي؟ ځواب: که جامي د لټي او بي پروايۍ په وجه له منځه نه وي تللي، نو ضامن د هغه د قيميت يا جبران مسوؤليت نه لري، ځکه په اصل کې ضمانت سوي کس د هغه په جبران نه ملزمېزي، پس کله چې پر مضمون عنه کوم څه لازم نه وي، پر ضامن هم نه لازميږي. نو لازمه ده چې تضمين له ( د چا په ګټه چې ضمانت سوي) پر مضمون عنه( د چا چې ضمامت سوي) باندي لازم سوي او ثابت سوي حق ولري او هم په راتلونکې کې پري لازم سي. تر څو ضمانت صحيح سي. ښکاره سوه چې د کس پر غاړه باندې فی الحال او يا په راتلونکي کې د حق لازموالي او ثبوت د ضمانت شرط دي، مهمه نه ده چې مضمون له او مضمون عنه معلوم وي، که دوي نامعلوم هم وي ضمانت صحيح کېږي، که يو څوک چاته ووايي چې لباس دې دوبي ( کالی وينځونکی) ته وړکړه. هغه کس ورته ووايي. ويريږم چې له منځنه به يې يوسي. وروسته دا کس ورته ووايي: د له منځه تللو په صورت کې يي زه ضمانت کوم که دوي دوبي مشخص هم نه کړي، ضمانت يې صحيح دي. که يې کالي دوبي ته وکړل او له منځه لاړل نو کس ضامن دي، که څه هم مضمون د وبي ناملوم کس دي، همدارنګه که يو څوک ووايی: فلاني دوبي ډير ماهر دي او هر څوک چې د هغه سره لباس ږدي، زه د هغه دوبي لخوا د لباس د تلف کېدلو په صورت کې د هغه ضامن يم. نو ضمانت صحيح دي، که څه هم چې مضمون له نامعلوم دي.

د ضمانت دليل څرګنډ دي او هغه د يو کس د مسوؤليت سره د بل کس د مسوليت تړل دي او ضمانت د يو چا پر غاړه باندي د ثابت حق درلودل دي. همدارنګه دا واضح ده چې په ضمانت کې بايد ضامن، مضمون عنه او مضمون له شتون ولري او ضمانت بايد پرته له عوض يا بدلي څخه سرته رسيدلي وي، په ضمانت کې د مضمون عنه او مضمون له نامعلوموالي ستونزه نه لري او د ضمانت د صحت دليل هغه روايت دي چې ابو داود له جابر څخه روايت کړي دي:

موضوع: بيمه او د بيمې د بطلان دلايل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24