2021-03-25

څه ډول خصوصي ښوونځی پر مخ وړلای سو تر عنوان لاندي سمینار ترسره سو

نن پنج شنبه د حمل میاشتي پر پنځمه نېټه په کندهار کي د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې او میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ په ګډه همکاري یاد سمینار ترسره سو!

په پیل کي د ښوونځیو د ارزښت په اړه خبري وسوې او وروسته پر مختليفو میکانیزمونو بحثونه وسول، چي د یوې خصوصي ښوونځی لپاره د پرمختګ سبب ګرځي.

د سمینار په لړ کي نظرونه سره تبادله سول.

د یادوني وړ ده، چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د خپل ورسپارل سوي مسؤلیت تر څنګ تل کوښښ کړی دی، چي په ټولنه کي د نورو نهادونو سره هم همکاري وکړي.

څه ډول خصوصي ښوونځی پر مخ وړلای سو تر عنوان لاندي سمینار ترسره سو



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04