2022-03-10

موضوع: حقــوقـــي ليــکنه

لیکنه: استاد مصطفی معنوي

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

سریزه:

دا موضوع، په اغیزمنه توګه راپور لیکنه او حقوقي لیکنه ده. د عدلي برخی ټول کارپوهان، (جنایی پولیس، څارنوالان، مدافع وکیلان او قاضیان) باید د لیکنی وړتیا ولري. اړیکی، مستند جوړونه، او د حقوقي حقایقو کتبی تشریح او تحلیل ټول د یو فعال عدلي سیستم مهم او حیاتی برخی ګنل کیږی.

لومړی مبحث: د حقوقي لیکني تعریف

په ډیرو حقوقي برخو کی د لیکنی د اړیکو خاصو ډولونو ته اړتیا لیدل کیږي. په ډیرو نورو برخو کی، لیکنه هغه واسطه ده چی په هغی کی وکیل له یوی موضوع څخه خپل تحلیل وړاندی کوي او د خپل مؤکل په استازیتوب نور هڅوي.هر حقوقي سند باید لنډ، جوت او له هغو عیني معیارونو سره چی په قضایي مسلک کی شتون لري ربط ولری.

حقوقي لیکنه یو ډول تکتیکي لیکنه ده چی د مدافع وکیلانو، قاضیانو، او قانون جوړوونکو او نورو لخوا په حقوقو کی کارول کیږي، چی حقوقي تحلیل او د حقوقو او حقوقي دندو څرګندونه کوي. حقوقي لیکنه په عمل کی د عدالت غوښتنی او یا د مؤکل د حقوقي موضوع د حل لاری د بیانولو په موخه کارول کیږي.

یو حقوقي لیکوال تل هغه نقل قولونه چی په هغه باندی تکیه کوي، قضایي چارواکو ته وړاندی کوي. دا قالب ښایي چی د لیکوال (محرر) له قضایي واک او اوریدونکو له پامه بدلون ومومي. لکه څرنګه چی تکنالوژۍ ښودلی ده چی وکیلانو ډیری په قضایي مقاماتو باندی په الکترونیکي قالب کی تکیه کړی ده چی اساسا د نقل قول مروج قالبونو ته یی په ډیرو قضایي واکونو کی بدلون ورکړي دي.

د جزایي اجراآتو د قانون د ۲۰، ۱۵۷ او ۲۲۹ مادو سره سم، د افغانستان د عدلي څانګی کارکوونکي باید مختلف راپورونه او نور ډیر اسناد ولیکي.

- پولیس مکلف دي چی د پیښی د سیمی راپور، څیړنیز(تحقیقاتي) راپور او د شهودو څرګندونی چمتو کړي.

- څارنوالان مکلف دي چی حقایق اود قضیي حالات ثبت کړي، د محکمی لپاره صورت دعوی او د نورو اړتیا وړ لیکونو په ګډون نور ډیر لیکونه چمتو کړي.

- مدافع وکیلان باید په ځانګړي توګه دفاعیه او نور تفویض شوی لیکنی د څارنوال او محکمی لپاره چمتو کړي.

- په پای کی، قاضیان باید لیکل شوی پریکړی صادر کړي، د اړتیا وړ حقوقي اسناد او نور حقوقي اسناد پولیسو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو ته چمتو او صادر کړي.

دوهم مبحث : ولی حقوقي لیکنه مهمه ده؟

د حقوقي لیکنی د اهمیت د پراختیا لپاره ګڼ شمیر دلیلونه شتون لري:

1. د وخت په تیریدو سره د جزئیاتو په اړه زموږ حافظه د پخوا په شان فعالیت نه شي کولای.

2. مخکی له دی چی یوه قضیه محکمی ته ولیږل شي، میاشتی او یا هم له هغی څخه زیات وخت نیسي.

3. ښایي تاسو د مشابه جرمونو د قضیو په ګډون د ګن شمیر قضيو څیړنه په یوه وخت کی ترسره کړئ. تاسو نه غواړئ د مختلفو قضیو حقایق سره ګډ کړئ.

4. له شاهد څخه د څرګندونو د اخیستلو پرمهال، حقوقي لیکنه له دوی سره مرسته کوي چی خپلی څرګندونی په یاد ولري او دا لیکنه دوی خپل شهادت ته مقید ساتي.

5. حقوقي لیکنه تاسو ته توان درکوي چی خپلی څیړني قاضیانو او مدافع وکیل ته مستندی کړئ او هغوی ته څرګنده کړئ چی تاسو خپل څیړنی بشپړی کړي دي.

6. که چیری مخکی له دی چی ستاسي څیړنی بشپړی شي بل څوک د څیړنی مسوولیت په غاړه واخلي، کولای شی چی ستاسی د مخکنیو اجراآتو په اړه معلومات ترلاسه کړی.

7. د هغی طریقی مستندول، د کومی له مخی چی تاسو خپلی دندی ترسره کړي دي.

8. دا ډاډبه ترلاسه کړئ چی موږ ټول شکلي اجراآت د محاکمو لپاره د جزایي اجراآتو د قانون له ۲۰ ، ۱۵۷ او ۲۲۹ مادو سره سم ترسره کړي دي.

دریم مبحث : د ښی لیکنی لپاره ځینی بنسټیزی لارښوونی

ښه لاس لیکونکی:

أ‌. په یاد ولرئ چی بل شخص احتمالاْ باید ستاسو لیکنه ولولي.

ب‌. که چیری وخت او حالات اجازه درکړي، مخکی له دی چی په بشپړه توګه راپور ولیکئ، دمطالبو یوه طرحه جوړه کړئ. هغه څه چی باید ویی وایئ تنظیم ګړئ.

ت‌. تل خپل مخاطبین په یاد ولرئ. آیا تاسو د یوه قاضي لپاره لیکئ او یا هم د خپلی راتلونکی اخذلیکونو(مأخذونو) لپاره یاددښتونه چمتو کوئ؟ آیا تاسو د شاهد څرګندونی چی په محکمه یا تحقیقاتو کی تری کار اخیستل کیږي لیکئ؟ آیا د پولیسو مشر ته د یوی پخوانۍ قضیی په اړه د معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه لیک لیکئ؟

ث‌. د شاهد د څرګندونو د چمتو کولو لپاره، له شاهد څخه ټول جزئیات چی څه پیښ شول ترلاسه کړئ. ځینیوخت، که چیری بل افسر د معلوماتو د وړاندی کولو لپاره وګمارئ، هغه به له تاسو سره مرسته وکړي ترڅو له ټولو اړوندو معلوماتو څخه ډاډ ترلاسه کړئ.تاسو نه شئ کولای چی هغه څه چی شاهد یی وایي ولیکئ خو ستاسو همکار کولای شي دا کار ترسره کړي. تل له شاهد څخه د هغه بشپړ نوم، د استوګنی ځای، د اړیکی شمیره، او داسی نور ... ترلاسه کړئ. څومره چی کولای شئ جزئیات ترلاسه کړئ ترڅو په راتلونکي کید اړتیا پرمهال وکولای شئ له هغوی سره په اړیکه کی شئ.

ج‌. خپله لیکنه مو ترتیب کړئ. لیکنه مو باید منطقی تړون ولري. ډیری وخت غوره ده چی د حقایقو ترمنځ زماني تړون موجود وي.

ح‌. ساده او لنډی جملی وکاروئ. په یاد ولرئ، چی د لیکنی موخه مو د خپلی هوښیاری په اړه د لوستونکي تر اغیز لاندی راوستلي نه وي.

خ‌. د موضوع په اړه جوت او صریح معلومات وړاندی کړئ. د بیلګی په توګه، مه لیکئ چی تیره اونۍ، بلکی پرځای یی د هغی ورځی دقیقه نیټه ولیکئ لکه د جمعی ورځ ۲۰۱۱ کال د دسمبر ۱۸ مه.

د‌. هغه مخففات چی په لیکنه کی یی په لومړي ځل کاروئ، ولیکئ.

ذ‌. لیکنه مو د هر لوستونکي لپاره په معمولي بڼه ولیکئ. غیر متخصص شخص او هغه شخص چی له لوستلو سره لږه بلدتیا لري باید وکولای شي هغه څه چی تاسو لیکلی ولولي او تفسیر یی کړي.

ر‌. د راپور پاڼو ته شمیره ورکړئ.

ز‌. خپل نوم او د اړیکی شمیره مو هم ورسره یوځای کړی ترڅو یو راتلونکی لوستونکی وکولای شي د کومي پوښتی په صورت کی له تاسو سره په اړیکه کی شي او پوه شي چی دا سند چا لیکلی دی.

س‌. د خپلی لیکنی یوه کاپي له ځانه سره وساتئ.

د نشراتو آمریت

موضوع: حقــوقـــي ليــکنه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24