2022-03-14

موضوع: د حکومت بدلون او د رسمیت پېژندني څرنګوالی

لیکنه: عبدالحنان بشرزی

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

( د محصلینو مقالو برخه‌)

د حکومت بدلون او د رسمیت پېژندني څرنګوالی:

اصلاً پوښتنه دا ده چي کله د یوه په رسمیت پېژندل سوي دولت حکومت بدلون وکړي؛ د حکومت مخکینۍ رسمیت پېژندنه پر خپل ځای پاته کیږي او کنه؟

دا چي د حکومت د بدلون یادونه سوې ده، نو وايو چي د حکومت بدلون په دوه ډوله دئ: د حکومت په قانوني توګه بدلون او د حکومت په غیر قانوني توګه بدلون.

يو: د حکومت قانوني بدلون: که د یوه حکومت بدلون په قانون کي د هغو اصولو مطابق رامنځته سي کوم چي د حکومت د بدلون لپاره وضع سوي وي، لکه د ټاکنو او یا لويي جرګې په ذریعه د حکومت بدلون، د پخواني حکومت د مشر د وفات کېدو په ذریعه د حکومت بدلون او یا ځيني نورو لارو سره... دې ډول بدلون ته د حکومت قانوني بدلون وايي چي په دې حالت کي هیڅ ستونزه نه وي او د حکومت رسمیت پیژندنه پر خپل ځای ده.

دوه: د حکومت غیر قانوني بدلون او یا هم په غیر مشروع ډول راتګ: کله چي حکومت په غیر قانوني توګه، لکه: کودتا، انقلاب، ګډوډيو او یا هم زور له لاري بدلون وکړي؛ دوه ډوله حالتونه رامنځته کیږي:

الف: که په غیر قانوني توګه د حکومت د بدلون په پایله کي قانوني او مشروع رژیم منځته راسي؛ نو کومه جدي ستونزه به نه وی او نوی حکومت باید په رسمیت وپېژندل سي.

ب: که په غیر قانوني توګه د حکومت د بدلون په پایله کي غیر قانوني او نامشروع رژیم منځته راسي؛ په دې حالت کي د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه دوه ډوله نظریې(د ټوبار/مشروعیت نظریه او د اسټراډا/د واقیعت نظریه) موجودي دي.

• د ټوبار (مشروعیت/قانونیت) نظریه:

ټوبار د اکوادور لومړی وزیر ؤ. نوموړي وویل:

“په هره غیر قانوني توګه چي یو نامشروع حکومت رامنځته سي؛ باید په رسمیت ونه پیژندل سي.”

- د مرکزي امریکا هیوادونو کوستاریکا، ګواتمالا، هندوراس، نیکاراګوا او الساودرو هیوادونو په ۱۹۰۷زېږدیز کال کي تړون وکړ چي دغسي هیوادونه به په رسمیت نه پیژني.

- د امریکا د وخت رئیس جمهور ولسون هم د همدې نظریې څخه اغیزمن ؤ او په ۱۹۱۱زېږدیز کال کي یې د مکزیک حکومت چي په کودتاه راغلی ؤ په رسمیت ونه پیژانده.

- د روسیې د بلشویکي انقلاب هم تر ۱۶ کالو امریکا په رسمیت نه پیژانده.

• د اسټراډا (واقیعت) نظریه:

اسټراډا د مکزیک/مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر ؤ. نوموړي وویل:

“باید واقعیتونو ته متوجه سو. د حکومت بدلون د یوه دولت داخلي او کورنۍ مسئله ده او په نورو اړه نه لري.”

پایله: په غیر قانوني توګه د رامنځته سوی نوی حکومت په رسمیت د پېژندلو لپاره نړیوال او یا هم موجوده هیوادونه دا دوه ټکي په پام کي نیسي:

۱. نوی حکومت پر خپل قلمرو او خلکو کافي کنټرول لري او کنه؟

۲. نوی حکومت د نړیوالو تعهداتو او مکلفیتونو پوره کولو ته لېوالتیا لري او که نه؟

کله چي موجوده دولتونه په دې راضي سول چي په غیر قانوني توګه رامنځته سوی حکومت د پورته دوو شرایطو د پوره کولو وړتیا لري؛ نو نوی حکومت په رسمیت پېژندل کیږي.

نوټ: نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په شرایطو کي لومړی شرط پوره کړی او دا چي د دویم شرط په پوره کولو کي لا تراوسه په پوره توګه بریالی نه دئ؛ ځکه خو یې په رسمیت د پېژندلو چاري د هیوادونو له خوا ځنډول سوي دي.

موضوع: د حکومت بدلون او د رسمیت پېژندني څرنګوالی



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24