2022-04-05

موضوع: د ژبي ساتنه او په ټولنيز ژوند کي يې اهميت

ليکنه: احمد الله کريمي

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

د ژبي ساتنه او په ټولنیز ژوند کي یې اهمیت:

په ژبه سره مي مراد هغه ټوټه غوښه نده چي په خوله کي موجوده وي، بلکه د بیان(خبرې کولو) قوه ده چي دا قوه د مځکې په مخ په ټولو کائناتو کې یواځې انسان لري، د انسان دې ځانګړی صفت ته الله جل جلاله په قرآنکریم کي د سورت الرحمن په دریم او څلورم آیت کې داسې اشاره کړیده:( خَلَقَ الاْءِنسَانَ، عَلَّمَهُ الْبَیانَ) یعني ما انسان پیدا او بیا می د بیان قوه او توانایي ورکړه.

د دې قرآني آیت او الهی فرمان څخه داسې ښکارې چی دا د الله جل جلاله یو لوی نعمت او لورینه ده چې یواځې یې په انسانانو کړېده، چې دا خپله د انسان اهمیت او په نورو کائناتو امتیاز د الله جل جلاله له لورې په ډاګه کوي.

دا چې یو چا ته تر نورو ټولو کائناتو امتیاز یا ځانګړي صفت ورکول کیږي دا به د یو خاص ظرفیت او وړتیا په اساس وي، چې دا ظرفت او وړتیا عبارت ده له (د ژبې ساتنې او سمې کارونې) څخه چې دا د هر مسلمان دنده ده چی د ژبې په کارولو کې د پوره احتیاط څخه کار واخلې او بې پروایي ونه کړي، څومره یې چی توان وي ژبه د سمه وکاروي، چی همدې ټکې ته الله جل جلاله د سورت الاسراء په ۵۳ مبارک آیت کی اشاره کړیده او فرمایی 🙁 وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا)

الله جل جلاله و خپل پیغمبر ته وایي: چی زما بنده ګانو ته ووایه چي کله ویل یعني خبرې کوي نو ښې او احسنې خبرې دي وکړي، ځکه چي دا د ویلو اړوند تاسو ته شیطان لار نیولې ترڅو ستاسو په منځ کي درځ او تفرّق راولي چې دا دَرځ او تفرق په تدریجي ډول د شیطان او نفسي غوښتنو په واسطه سره مفضي کیږي ستاسې د دین او دنیا تباه کولو ته، چې زمونږ او ستاسو په ټولنه کې یې ژوندي مثالونه پيدا کیږي، که یی ومنو!

که ځیر شو نو درک به کړو چي څه اختلافات دی، که د افرادو تر منځ دی یاد کورونیو او بلآخره د ټولنو او هیوادونو نو عمده علت یې د مقابل لوري په وړاندې د ژبې سم نه کارول دي. او د هر انسان سره بیا په اختلاف کي شیطان دوښمن دومره کومک کوي چې تر څو یې د تباهۍ کندې ته برابر کړي، ځکه خو الله جل جلاله هم ورته ښکاره غټ دښمن ویلی دی، د ښکاره دښمنئ یو سبب یې پدې عرصه کې کیدای شی دا وي چې دوستې او خپلوي چې څومره نیږدې او خوږه وي په هماغه اندازه د یوه معمولي شی په سبب د درځ او تفرق هڅه او تلاش کوي.

نو د هر مسلمان لپاره اړینه ده چې په خپلو مینځونو او د نورو غیر مسلمانانو په وړاندې ژبه سمه وکاروي تر څو له یوه اړخه د اجر او ثواب سربیره د لوړ شخصیت څښتن پاتې شي او له بله اړخه د هر ډول مادي او معنوې ضرر څخه په امن وي.

چې همدې مفهوم ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې اشاره کړیده او فرمایی:(رَحِمَ اللهُ اِمرَأً قَالَ خَیراً فَغَنِمَ أَو سَکَتَ فَسَلِمَ) یعنې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه مسلمان لپاره د الله جل جلاله څخه د رحم کولو غوښتنه هم کوي، کوم چي ښې او د خیر خبرې کوي او د ښو او د خیر د خبرو امتیاز لکه غنیمت داسې دی چې په کم مصرف چې ښې خبرې دي.

زیات څه لاس ته راوړې چی هغه یو ثواب دی او بل په دنیا کي د خلکو زړونه او د دوی په سترګو کي غټ او ښه معرفي کېدل دي او که یې ښې او د خیر خبرې ونه کړی او چپ پاتې شو، نو! د خلکو د مادي او معنوي یا قولي ضرر څخه سالم او په امن پاتې شو ځکه چی بدې خبرې یې ندي کړي.

نو لدی معلومه شوه چی مونږ د ژیې اړوند معمولاَ دري اړخه لرو چی دوه یی د خیر او یو یی د شر دی، چې عبارت دی له:

۱ـ د خیر او ښې خبرې کول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غنیمت نسبت ورته کړي.

۲- چوپتیا او هیڅ خبرې نه کول چی دې ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو د ضرر نه په امن پاتې کیدو نسبت کړی دی.

په پورته دوه لارښوونو عمل کوونکو مسلمانانو ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله څخه د رحم کولو دوعاء او غوښتنه هم کړیده.

۳- چې بدې خبرې کوي چی هیڅ پدې سره څه لاسته راوړنه نه لري بلکه د خلکو د ضررونو سربیره به د الله په وړاندی هم مأخوذه وي ځکه چې په بدو خبرو ځان او نورو ته ضرر رسوي.

متأسفانه چی اکثره مسلمانان له شمارې(دریمې برخې)څخه استفاده کوونکي دي ځکه نو د ښې ټولني او واحد او متفق ملت خاوندان هم نه یو.

الله د مونږ ټولو مسلمانانو ته د ښو او د خیر خبرو کولو توفیق راکړی.

موضوع: د ژبي ساتنه او په ټولنيز ژوند کي يې اهميت



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23