2022-04-07

موضوع: د روژې اړوند څو خبري

د ليکني را ليږونکی: حکمت الله خوشبخت

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلینو د مقالو برخه)

لاندي خبری ډيري ګټوري بولم، که مو ښي ګڼلي عملي يي کړي او نور هم په خبر کړئ،

1 روژه درحمت ،مغفرت،اودبی مثاله کړاوونو څخه دخلاصون مياشت ده.2 کوشش وکي په دي مياشت کي هغه دنيوي کارونه کم کړل سي چي انرژي زياته ورباندي مصرفيږی څوله يوه اړخه دصحت خيال وساتل سي ځکه غذادورځي په جريان کي نه جذبيږي ،چي مصرف سوي انرژی بیرته پوره کړي دبله اړخه به شیطان ته دوسوسولاره خلاصه نه وي چي روژه يو ګران عبادت درته وښيي.دريم لاداچي ستادهغه قهرمخه به هم نيول سوي وي،چي دنوروکوچنيواشتباهانوپه صورت کي رامنځته کيږي دنورودازارسبب کيږی.

غالبه داده چي کله کافي غذااوکافي انرژي نه وي دژرغصه کيدوحالت رامنځته کيږي

3 کوشش وکي حوصله زياته کي دتوان تربريده دنورولوي لوي اشتباهات هم وبخښل سی،

4 که ستاسوترلاس لاندي کوم کسان وي پرهغوکارونه کم کي

5 ټول خرڅونکي دي ده دي مياشتي په برکت تخفيف وکي.

6 کوم کسان چي اقتصاد يي ضعيف وي،شتمن کسان دي يي لاس نيوي وکي ،داچي په روژه مات شتمن کس ته لاس په دوعاسی ډيره غټه هستي ده.

7 هره ورځ دروژي په حکله ديني معلوماتوته رسیدګي وکي

8 کوشش وکي دنورومياشتوپه پرتله په عبادت کي زياتوالي راولي ،خصوصادجماعت پابندي وکي .

9 په دي مياشت کي دقران کريم تلاوت زيات وکي ځکه چي ده دي مياشتي اوقران ترمينځ خاص تعلق دی ځکه چي په دي مياشتي قرآن نازل سوي دي حداقل يووارخوبايدختم سي.

10 کوشش وکي دداسي ګرمي په موسم کي ديوه ډاکټر په مشوره کافي اومناسب غذاوخوړل سي.

11 کوشش وکي چي دختم تراويح وکي.

12 که دچاپرزمه زکات وي کوشش وکي چي په دي مياشت کي اداسي.

13 کوشش وکي که څوک کومه صدقه کوي دريادي خلاصه وي ،دکيمري پرمخ دي نه وي بلکي پټه دي يي وکړي چي ده ده اودرب ج ترمينځ معامله سي.

14 زموږپه ټولنه کي يوشميرخلگ په کورونو کي داولادونوسره زيات جنګونه کوي لطفادي تري وساتي ،په ټول عمرکي مناسب کارنه دي ،خوپه روژه کي په خاص ډول ګناه ده ،هرکس دي فکروکړي چي روژه دټولوده.

15 کوشش وکي په دي مياشت کي دنشيي توکو عادت کم کړي ،لکه نصوار،سګريټ ،ځکه دغه مياشت يي دپريښودلو ښه موقع ده.

نوټ دکعبي دامام وړانديز،

دروژي په اخيري لسوورځوکي ده دري اعمالو پابندي وکي،

اول هره شپه خيرات کوه که يوه روپي وي هم صحيح دي .

دوهم هره شپه دوه رکعته نفل لمونځ کوه.

دريم هره شپه دري ځلي سورة اخلاص وايه.

که کومه شپه دليلة القدروه نودومره ثواب لري لکه 84کاله عبادت ثواب لري.

موضوع: د روژې اړوند څو خبري



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23