2021-03-28

د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري رهبري شورا ترسره سول

نن یکشنبه د حمل میاشتي پر اتمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري شورا ترسره سول؛ چي پکښي مؤسسینو ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان، ډاکټر فاروق نعیمي، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د درې واړه پوهنځیو رئیسانو او د رهبري شورا غړو ګډون کړی وو.

په پیل کي د تیري رهبري شورا ځیني موضوعاتو ته کتنه وسول.

ورپسې ښاغلي دوکتور صافي د شورا د اجنډا موضوعات معرفي کړل او په نوبتي شکل بحثونه ورباندي وسول.

ښاغلي دوکتور صافي وویل په تدریسي او اداري چارو کي محصلانو ته باید خدمات په مساوي شکل وړاندي سي.

ښاغلي دوکتور وویل زموږ تحصیلي نهاد هر وخت کوښښ کړی دی، چي خپلي چاري د یو منظم مېکانیزم له طریقه عیار کړي.

د رهبری شورا غړو هم پر مهمو موضوعاتو نظرونه وړاندي کړل.

په رهبري شورا کي ځیني پالیسۍ او ستراتیژۍ تائيد سوې.

د یادوني وړ ده، چي رهبري شورا د پوهنتون د رهبرۍ په کچه د لوړو تصامیمو د نیولو په موخه دائيریږي.

د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري رهبري شورا ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23