2021-03-28

ښاغلى بخت محمد ریحان مالي او اداري مرستیال وټاکل سو

نن یکشنبه د حمل یا وري میاشتي پر اتمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس دوکتور بهرالله صافي د علمي معاون ډاکټر نور خالق نور او د پوهنځیو رئیسانو په ملتیا ښاغلی بخت محمد ریحان د مالي او اداري مرستیال په صفت وټاکٸ؛ په یاده معرفت غونډه کي دوکتور صافي ریحان صاحب ته د نوي دندي مبارکي وویل او په چارو کي یې بریالیتوب ورته وغوښتى.

ښاغلي ریحان د رهبري څخه مننه وکړل، چي پر دوی یې باور وکړ او دغه دروند مسؤلیت یې ور په غاړه کړ؛ ښاغلي ریحان ژمنه وکړل، چي په اداري او مالي برخو کي به د پام وړ بدلونونه راولم او د ټولو همکارانو په ملتیا به ستونزي حل کړو.

په معرفت غونډه کي ټولو ګډون والو نوي مالي او اداري مرستیال ته مبارکي وویل او په کارونو کي یې د بریا دعا ورته وکړل.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي ښاغلی ریحان د عمومي ریاست د دفتر آمر وو او پوره دوه کاله یې په بریالیتوب سره مخکنۍ دنده مخته ته يوړل او نن د ښه کارکردګۍ په وجه مالي او اداري معاون معرفي سو.

ښاغلى بخت محمد ریحان مالي او اداري مرستیال وټاکل سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23