2021-03-29

علمي مرستیال ډاکټر نور د وزارت د (APR) پروسې په انلاین کنفرانس کي ګډون وکړ

نن دوشنبه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د کیفیت د لوړاوي آمريت د اجراٸیه مدیر ښاغلي نوراحمد بریال په شمول، په انلاين ډول د لوړو زده کړو وزارت د (APR) د پروسې په کنفرانس کي ګډون کړی وو؛ چي په یاد کنفرانس کي چي د سهیلي زون دولتي او خصوصي لوړو زده کړو او برټیش کونسل استازي هم ګډون کړي وو.

په کنفرانس کي د کیفیت د لوړاوي په اړه بحث وسو او ټولو ګډون والو نظرونه شریک کړل.

د (PPR) پروسه تشریح سول او ګټي یې بیان سوې.

ډاکټر نور په کنفرانس کي وویل چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت په برخه کي لاسته راوړني وړاندي کړې چي په توسط یې په افغانستان کي د لوړو اعتبار درلودونکي دي.

د کنفرانس په وروستیو کي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې ته (٣٣) کتابونه ډالۍ کړل.

د یادوني وړ ده، چي موده وړاندي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي په ارزونه کي په لوړو نمرو د اعتبار دهۍ په دوهم پړاو کي بریالي سوه.

علمي مرستیال ډاکټر نور د وزارت د (APR) پروسې په انلاین کنفرانس کي ګډون وکړ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23