2022-05-12

موضوع: laparotomy

لیکنه: ولید برهان

د معالجوي طب پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلینو د مقالو برخه)

یوه جراحي عملیه ده چې په بطن کې د تشخیص او یا هم تداوی لپاره ترسره کیږی.

د Laparotomy لغت په بطن کې د ځینو بطني غړو او یا د بطن ځینو برخو ته د لاسرسی په معنې دی.

د Laparotomy عملیات د لاندې موخو لپاره ترسره کیږي:

په هضمی سیستم کې: د معدې، او یا هم د کولمو د د دریو برخو لپاره، ځیګر، پانکراس، توری او صفراوې کڅوړه.

د بطن په ځینو نورو برخو کې د لاندی موخو لپاره ترسره کیږي:

1:د پریتوان التهاب

2:بطني دردونه

3:بطني ضربه

4: بطني خونریزی

5:انتانات

دا عملیات په ښځینوو کې ځینې وخت د hysterectomy له امله رامنځ ته کیږي چې پکې د رحم او یا تخمدانونه لیرې کیږي.

تر عملیات مخکې د یو ناروغ ضروري کړنې:

۱: لومړی دا چې غذا باید څو ساعته د مخه ونه خوري.

۲: ناروغ باید مخکې له عملیات څخه دجراحی د لوشن څخه کار واخلي تر څو ټول بدن یې پاک شي.

۳: د بطني ساحې پاکول د ناروغ لخوا .

۴: ناروغ باید په کافي اندازه استراحت کړی وی.

د Laparotomy اړوند ځینې مهم وسایل:

دا هغه وسایل دی کوم چې ددې عملیات اړوند ځینې ګټه اخیستل کیږی او بطن ته په آسانۍ لاس رسی پیدا کیږی، چې ځینې مهم وسایلو نومونه په لاندې ډول دي:

۱:Scalpel

‎دبطن او یا هم بله برخه خلاصول او یا هم څیرول

دي چې نظر موقعیت ته توپیر لري.

2: Cautery

د عملیات په وخت د وینې بندولو او د هغه انساجو لیرې کول چې اضافي وی.

3: forceps

د ډیرو کوچنیو برخو نیول چې په لاس نه نیول کیږي د ددې آلې په واسطه نیول کیږي.

4: Swabs

د وینې د جذبولو او پاکولو کې مرسته کوي چې مخکې لدې وتړل شی په سوابس پاک کیږی .

5: Retractors

د عملیات په وخت کې د خلاص شوي ځای د خلاص والی لپاره استعمالیږی او مرسته کوی تر څو ساحه په ښه ډول ولیدل شی.

6: Sauction

د عملیات په وخت د وینې او مایعاتو د ټولو او جذبولو لپاره استعمالیږی.

7: Fraser- Kelly clips

دا آله زیاتره وخت د رګونو نیولو او وینې نه بهیدو او د ځینو انساجو په خپل ځای کې د نیولو لپاره استعمالیږی.

8: Mcindoe Scissors.

دا د هغو انساجو لپاره استعمالیږی چې نور غړي او یا انساج پوښلي وی.

د Laparotomy عملیات کولو لپاره مشخص کسان عبارت دی له:

۱: جراح

۲: د جراح معاون

۳: انستیزیلوجیست(د بیهوشی متخصص)

۴: نرس

د Laparotomy څخه وروسته په عملیات شوی برخه کې نښې او نښانې:

۱:وینه بهیدنه

۲: ځینې وخت د انتانات مداخله.

۳:ځینې وخت Necrosis رامنځ ته کیدل.

۴: موقتي درد

۵:د پوست زیږوالی

۶: داغ رامنځ ته کیدل

په Laparotomy د بطن د خلاصیدو ډولونه:

‏Midline: دا ډول د بطن خلاصول د بطن پر متوسط قسمت ترسره کیږي.

‏Paramedian : دا ډول د بطن خلاصونه د متوسط قسمت یو طرف ته ترسره کیږي.

‏Transverse: بطن د یو طرف څخه بل طرف ته خلاصیږی

‏Pfannenstiel: د بطن خلاصول د حوصلې د هډوکی په خوا کې ترسره کیږی تر څو د بطن عضلاتو او پتالوژیک ساحې ته لاسرسی پیدا کړي.

‏ Subcostal: د بطن په نیمایي علوي برخه کې ترسره کیږي، چې پکې د صفراوي کڅوړې او برخو ته یې لاس رسۍ پیدا شي.

د جراحي عملیات څخه وروسته ناروغ ته د پاملرنې څو مهم ټکي:

۱: د عملیات څخه وروسته د ناروغ پر تنفس، فشار، او تبه باندې پام کول

۲: د پزې له لارۍ معدې ته د یو ټیوب داخلول تر څو معده سره د غذا په پاک کولوکې مرسته وکړي.

۳:د کتیتر استعمالول که چیرې مهم وي.

۴: د څو ورځو لپاره د څښاک او خوراک لپاره ناروغ منع کول او د رګ له لارې د مایعات ورکول.

۵: ژوره ساه اخیستل.

که چیرې یو ناروغ وروسته له رخصتیدو له دې لدې علایمو سره مخ کیږی چې علت یې د انتاناتو مداخله ده نو باید له ډاکټر سره تماس ونیسي:

۱: د بطني درد زیاتوالی

۲: سوروالی د بطن په ساحه کې

۳: تبه

۴: د بطن د ساحې غیرنورمال ډول غټوالی

:Scarring د داغ رامنځ ته کیدل

داغ جوړیدل د عملیات یو له هغو برخو څخه دی چې د بطن په ساحه کې منځ منځ ته راځی او دا داغ سور او دردناکه داغ وی چې ۶-۸ هفتو وخت نیسي تر څو جوړ شي، مګر ځینو اشخاصو کې دا داغ کیدای شي د تل لپاره پاتې شي.

تر عملیات وروسته د ناروغ جوړیدنه:

۱: د امکان تر حد ډېر استراحت کول

۲:په عادی ډول فزیکی فعالیت ترسره کول

۳: د ستونزې پر مهال له نورو مرسته غوښتل

۴: د درانه وزن د پورته کولو څخه مخنیوی

۵: د ډاکټر لخوا د ورکړل شوي درمل پر وخت خوړل او استعمالول.

ماخذونه:

Atlas of Pediatric Laparoscopy and Thoracoscopy

The Role of Laparoscopy in Emergency Abdominal Surgery

Small Animal Laparoscopy and Thoracoscopy

Hysterectomy: A Comprehensive Surgical Approach

Minimally Invasive Abdominal Surgery: Laparascopic and Thoracic ...

موضوع: laparotomy



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23