2022-05-19

موضوع: د ځينو علماو له نظره د سیاست پېژندنه

لیکنه: تاج محمد سلیمان

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلینو د مقالو برخه)

د ځينو علماو له نظره د سیاست پېژندنه

د سیاست لغوي پېژندنه:

دسياست لغوي معنی: د سياست کلمه د امـــارت په وزن د (ساس ) يسوس، د قال يقول په وزن سره د مصدر صيغه ده، چي معنی يې اصلاح کول او ښايسته کول دي.

د سياست کلمه په انګليسي ژبه کي د ( politics ) کليمې تر عنوان لاندي منل سوې چي د ملکي، ملي او حکومتي سياست لپاره استعماليږي، په حقيقت کي د (politics) کلمه يوه يوناني کلمه ده چي د(police) نه اخيستل سوې چي معنی يې ښاري حکومت دی. همدارنګه دغه يوناني کلمه په يوناني معنی ګانو سره د ديارلسمي پيړۍ په اوايلو کي په فرانسوي ژبه کي هم د استعمال وړ وګرځېده چي په هغه عصر کي د سياست معنی هم په دې شکل سره وه چي سياست په ښاري حکومت باندي دفن او پوهي حاصلول و.

د سياست اصطلاحي پیژندنه:

د سياست اصطلاحي پیژندني په هکله باید ووایم چي بیلابیلو علماو په بېلا بېلو عبارتونو تعریف کړې چي د یو څو یې په لاندي ډول یادونه کوو.

اول- اسلامي سیاست پوه ابن خلدون (رح) ليکي چي سياست او حکومت

د مخلوق د ساتني او د هغوی د ګټو د کفالت نوم دی چي دا ډول سياست د خدای (ج) نيابت دی چي د هغه په بنده ګانو د هغه عزوجل احکام نافذ کړای سي.

دوهم- اسلامي سیاست پوه امام غزالي (رح) د سياست په هکله وايي دلته د بندګانو اصلاح او هغي لاري ته د هغوی لارښونه چي د دنيا او اخرت د خلاصون يوازينۍ ذريعه ده عبارت له سياست څخه ده

او په بل ځای کي سياست داسي تعريف کوي: چي سياست هغه تدبير دی چي د ژوندانه د وسايلو او د هغه په چار چاپير کي د افرادو او ټولني تر منځ د محبت، يووالي او یو له بل سره د مرستي د پيدا کېدو وسيله ګرځي.

دريم:- د لوی افغانستان وتلی سیاست كونكو مشرانو د سياست په هکله داسي وايي چي سياست جهانداري ده، په دې معنی چي سياستوال په يو کوچني قوم، مذهبي، او سيميزي ډلي پوري تړلې نه وي بلکه د ټول بشريت د خير، ښيګڼي، سوکالي او عدالت فکر ولري.

څلورم:- کارلتون کريستول او اندرسن امريکايي سياست پوهانو په خپل کتاب ((دسياست علم سره اشنايي )) کي سياست په دې ډول سره تعريف کړی دی. چي سياست د ټولنيزو علومو د څانګي څخه هغه څانګه ده چي په ټولنه کې د سازمانونو، حکومتونو او دولتونو اړونده مسايل مطالعه کوي.

پنځم:- و.ا.ا لينين سياست داسي تعريف کړی دی چي سياست موخي او موخو ته د رسيدو لاري چاري دي چي يوه اجتماعي طبقه يې د خپلو ګټو د تامين لپاره تعقيبوي.

شپږم:- ځلاند صاحب په خپل کتاب کي (سياست علم ده) سياست داسي تعريف کړی دی، چي سياست د هغو اصلاحي او جمعي هڅو نوم دی چي د موجوده ټولنيز نظام د اصلاح او يا مطلوب نظام ته رسيدو په منظور تر لاس لاندي نيول کيږي.

اووم- فيودور بورلانسکي په خپل اثر(سياسي قدرت اودولتي ماشين) کي چي د سياست د علم په برخه کي مارکسيستي اولينينستي تاليف ده، او په شوروي کې چاپ او نشر شوی سياست يې پدې ډول تعريف کړی ده: (( دقدرت مفهوم دسياسي تيوري محور اود سياسي پروسو مطالعه مشخصه ده چې دغه مفهوم دسياسي نهادونو اوسياسي جنبيشونو د درک کيلي په خپله سياست ده)).

موضوع: د ځينو علماو له نظره د سیاست پېژندنه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23