2021-03-30

د نوي کال د پیل سره سم د ټولو اداري مسؤلینو او کارکوونکو سره د چارو د لا ښه تنظيم په موخه غونډه وسول

نن سه شنبه د حمل میاشتي پر لسمه نېټه یاده غونډه د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي په مشري وسول؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د محصلانو مرستیال ښاغلي سمسور، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، اداري او خدمتي مامورینو ګډون کړی وو.

په پیل کي ښاغلي دوکتور د اداري مامورینو د تیر کال ټولي کړني وستایلې چي د زړه د اخلاصه یې کارونه کړي دي، دوکتور صافي وویل ستاسي د خولو نېتجه موږ وینو چي مخ په وړاندي روان یو.

په جلسه کي د عمومي ریاست تر څنګ د دریو معاونیتونو د صلاحیت له مخي د ټولو اداري بنسټونو او مدیریتونو د چارو مدیریت وویشل سو چي هر معاونیت به تر خپل لاس لاندي ادارو نظارت او ستونزو ته به یې رسیدګي کوي.

ګډون والو هم خپل نظرونه شریک کړل او ټولو په ګډه د یو کاري ټیم په صفت د ورورولۍ او صمیمیت په چوکاټ کي د کار کولو ژمنه وکړل.

د یادوني وړ ده میویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د یو فني اداري، تدریسي او کاري ټیم له مخي د تیرو لسو کالو راهسي درنو هیوادوالو ته عالي باکیفیته خدمات وړاندي کوي.

د نوي کال د پیل سره سم د ټولو اداري مسؤلینو او کارکوونکو سره د چارو د لا ښه تنظيم په موخه غونډه وسول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23