2022-05-25

موضوع: همت او هوډ هيڅکله د لاسه مه ورکوئ

لیکنه: اجمل حنیف

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلینو د مقالو برخه)

په دي ورځو کي ډیری افغانان له ټولنیزو او اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي ځینو خلګو خپلي وظیفي له لاسه ور کړي دي، د ځینو خلګو کاروبار خراب سوی دی، ځینو خپل خپلوان، ملګري او کورونه له لاسه ور کړل او په عموم کي ټوله له خپګان سره مخ دي.

یو له دي افغانانو څخه زه خپله یم که څه هم شکر دی خپل وظیفه لرم په خپل محبوب وطن کي اوسم د ملګرو تر څنګ ژوند کوم خو بیا هم له یو ډول خپګان سره مخ یم، دي حالت ته په کتو مي د ځان او نورو افغانانو د تسکین لپاره یو څو کرښي ولېکلي په دي هیله چي یو څه لاسته ځیني را وړئ.

د ښه ژوند پر مخ بېولو لپاره زیار ته ضرورت دی. بېکاره او بې حرکته انسان منزل ته نه رسېږي. داسې نه ده چي ته کوښښ کوې د بریا په وخت کي باید خپل احساسات رب العزت ته د شکر په ادا کولو سره وښیو.

له ناکامۍ څخه زده کړه وکړئ، همت له لاسه مه ورکوئ او دا فکر مه کوئ، چي ټول ژوند به ناکامه یم، بلکي دوباره میدان ته را کښته سئ او د مخکنۍ ناکامۍ علتونه پېدا او رفع کړئ. که ښه فکر وکړئ نو خپلو ستونزو ته پخپله ښه د حل لاره پېدا کولای سئ.

د وټساپ ایجادوونکي (جین کوم) او (براېن ایکټن) بې شمېره ازمویني ورکړې خو کومه دنده یې ترلاسه نه کړه، فېس بوک ته یې هم غوښتنلیک ولېږو خو هغوی هم قبول نه کړل. هغه له دې ټولو ناکامیو سره سره ناامېده نه سو حوصله او همت یې له لاسه ورنکړ. د ملازمت او دندې اراده یې بدله کړه او خپله لاس په کار سو تر دې چي و توانېدل (وټس اپ) ایجاد کړي، چي دا دی اوس په ټوله نړۍ کي د هر شخص لخوا کارول کېږي. او د نړۍ د لویو پانګوالو په کتار کي راځي.

د بریا لپاره ذهني او فکري صلاحیتونو سره سره پر ځان پوره باور، قوي اراده او د مخکې تلو وړتیا ضروري ده. په ژوند کې، چې کله هم بریا ترلاسه کړې نو د الله (ج) لخوا د درکړل شوي ورځني ژوند یوه برخه یې وګرځوه. د ناکامیو په صورت کې خپل ځان یا نور خلک پړه مه ګڼه پر نورو د الزام لګولو څخه غوره داده، چې له زړه یې ومنې او خپلو غلطیو ته غاړه کېږدې. له خپلو غلطیو څخه درس نه اخستل به مو له هدف څخه لرې کړي. د ناکامۍ وروسته فکر وکړه،چې په دي کې ستا برخه څه وه او خارجي برخه څه وه

د میږي له عزم څخه یې زده کړه هغه په خپل وړوکي جسم د اوږد ژمي لپاره خواړه اماده کوي راتلونکي ته هیلي ساتي او هېڅ رنګه خنډونو ته تن نه ږدي. داچې د یو میږی داسې عظم لري نو بیا ولې یو ځوان سره د فکر، عقل او پوهې ناهیلی سته

ولې په لږ مشکل سره همت له لاسه ورکوي؟ که د بلندسوارۍ خوب وینې نو د آس ځغلولو لاره به ضرور زده کوې. عزم او حوصله ساتل له ګړنګونو بریالي وتل او د طوفانونو مخ ګرځولی شي. په نړۍ کې هېڅ داسې څه نه شته، چې د ستونزو پرته په لاس راغلي وي، په هر حالت کې ستونزې پېدا کېدی شي.

بریا د هغه چا په برخه وي، چې په خپل بریالي کېدو باور ولري.

موضوع: همت او هوډ هيڅکله د لاسه مه ورکوئ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23