2022-06-06

موضوع: سياست پېژندنه

لیکنه: ستاره رحيمي

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصله

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلینو د مقالو برخه)

سياست د ساس او سوس د کلماتو څخه اخيستل سوی لفظ دی چي د واک د ترلاسه کولو او د خپل واک پر نورو باندي د تطبيق په معنا دی،

سياست يو ټولنيز علم دی دا علم د انساني اړيکو او ارادو تابع دي، او له بله اړخه دا علم تل پاته پرمختګ نه لري او نه هم د مثبت علومو څخه دی چي د راتلونکي په اړه دقيق اټکل وکړي او هميشه يو شان پايلي په لاس راوړي د سياست په اړه علما مختلف نظريات لري دغربي علماوو په اند سياست په لاندي ډول تعريف سوی دی سياست د شته امکاناتو غوره کارونه او د لږو امکاناتو ډيره کارونه ده سياست حکومت دي، سياست د واک صلاحيت لپاره هڅه او مبارزه کول دي او ددې تر څنګ اسلامي علما د سياست څخه دخپل فکر پر اساس برداشت کوي لکه امام غزالي رحمه الله وايي سياست دالله تعالي دمخلوق اصلاح او هغي لاري ته لارښوونه ده چي د دنيا او اخرت د خلاصون لامل وګرځي.

دسياست د مفکورې پيژندنه او موضوع :

انسان يوازنی موجود دی چي د طبيعت او چاپيريال سره فطري اړيکه لري که چيري حيواناتو ته ځير سو هغه يوازي د خپل شتون پر اساس په چاپيريال کي بدلون راولي خو انسان هڅه کوي چي چاپيريال وپيژني خپلي اړتياوي محسوسي کړي او داړتياوو دپوره کولو لپاره هڅه او هاند وکړي يوه برنامه ورته جوړه کړي او خپل ټولنيز ژوند ته بدلون ورکړي په ابتداء کي دا بدلون ډير ورو وو، خو په اوس وخت کي يي چټکوالي پيداکړی دی دچاپيريال سره فطري اړيکه يعني دطبعي او ټولنيز چاپيريال دپيژندلو او بدلون په خاطر دخپلو اړتياوو لپاره هڅي او کوښښونه کول طبيعي اړيکه يوازي دا نه چي پر طبيعت باندي دطبيعي قوانينو دتسلط پوري تړلي ده بلکي ټولنيزو اړيکو مظاهرو، ادابو، رواجونو او اساسي پوښتنو ته شامله ده.

د سياست د علم اړيکه د نورو علومو سره:

سياست دوسايلو اصلي محور دی ټولنه واحده او غښتلي کوي ټولني ته پرمختګ او بدلون ورکوي دبشري ټولنو ترمنځ تعادل ساتي هغه کسان چي دقدرت او سياست په راس کي کرار لري دټولني رهبري اوهدايت يې په غاړه وي بايد دټولني دنن او سبا اړتياوي په ژور سنجش او تدبير سره د ټ،لنيزو علومو څخه په استفاده ارزيابي کړي په دې وپوهيژي چي دراتلونکي لپاره يوه اوږدمهاله پاليسي جوړه کړي مثلاً دراتلونکي لپاره څومره ډاکټرانو، انجينيرانو، حقوقپوهانو، اقتصاد پوهانو، ښونکو او نورو ته ضرورت سته نو ويلاي سو چي دسياست علم د مختلفو نورو علومو سره لکه اقتصاد، ټولنپوهنه، تاريخ، ډيپلوماسي، جغرافيه، ارواپوهنه، اخلاقو، او دې ته ورته نورو علومو سره ژوري او نه پرې کيدونکي اړيکي لري.

دسياست دپيژندني طريقي او روشونه:

تحقيق او څيړنه کول دي نظريات تحليل او تجزيه کول ديوي نظريي په اړه دمختلفو ټولنو سياسي، اقتصادي او فرهنګي چارو ديو عامل په واقع کيدو سره که يو نظر هم وي تر مطالعې لاندي بايد ونيول سي او دهغو سياسي اندونو سرچيني او منابعي بايد تشخيص او وپيژندل سي دا هغه تګلاري دي چي کولاي سي ښه پايلي او نتايج دځان سره ولري.

موضوع: سياست پېژندنه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23