2021-03-31

عمومي رئیس دوکتور صافي د کندهار پوهنتون د رهبري سره لیدنه وکړل

نن چهارشنبه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس دوکتور بهرالله صافي د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د محصلانو مرستیال ښاغلي سمسور او د اړیکو مسؤل عبدالقادر تکین په ملتیا د کندهار پوهنتون د رﺉیس پوهاند عبدالواحد وثیق، علمي مرستیال ښاغلي پوهنمل شیرشاه رشاد او اداري مسؤلینو سره ولیدل.

دوکتور صافي په پیل کي د دوه اړخیزه همکاریو په اړه خبري وکړې؛ ښاغلي دوکتور وویل موږ د هیواد په دننه او دباندي کي د نورو علمي بنسټونو سره هم همکاري لرو او غواړي چي د کندهار پوهنتون سره هم د یو هوکړه لیک پر بنسټ علمي همکاري پیل کړي.

د کندهار پوهنتون رﺉیس پوهاند وثیق وویل چي د کندهار پوهنتون اداره هم کوښښ کوي چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې سره د نژدې کار وکړي.

په غونډه کي پر دې توافق وسو چي په نژدې راتلوونکي کي به همکارۍ پیل کړي.

د یادوني ده چي تر دې وړاندي هم د کندهار پوهنتون سره د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري لیدني کړي دي.

عمومي رئیس دوکتور صافي د کندهار پوهنتون د رهبري سره لیدنه وکړل



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04