2021-04-01

د اقتصاد پوهنځی استاد ښاغلي بریالي روحان د (سازماني سلوک) په اړه ټریننګ وړاندي کړ

یاد ټریننګ نن پنج شنبه د وري میاشتي پر دولسمه نېټه د PDC مرکز د علمي برنامو په چوکاټ کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی استاد ښاغلي روحان ټولو اداري مامورنو ته یاد ټریننک وړاندي کړ؛ چي عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي، علمي مرستیال ډاکټر نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي سمسور، د درې واړه پوهنځیو رٸیسانو او اداري مامورینو ګډون کړی وو.

ښاغلي روحان د سازماني سلوک او چلند په اړه بحث وکړ.

هغه وویل اداري سلوک په

رسمي او غیري رسمي ادارو کي خورا مهم دی او د هر سازمان کارکوونکو باید دغه صفت په ځان کي عملي کړي.

په ټریننګ کي د اداري جوړښتونو د کامیابۍ رازونه هم بیان کړل سول.

ښاغلي روحان د ټریننګ په جريان کښي په نړيواله کچه د بریالیو سازمانونو مثالونه ورکړل.

ګډون کوونکو هم خپلي پوښتني او وړاندیزونه وړاندي کړل.

د جلسې په وروستیو کي عمومي رئیس دوکتور صاحب د ښاغلي روحان صاحب، اقتصاد پوهنځی او PDC مرکز څخه مننه وکړل، چي په ښه ډول ټریننګ ترسره سو؛ ښاغلي دوکتور صافي علمي مرستیال ډاکټر نور ته لارښوونه وکړل چي روحان صاحب ته باید یو معنوي ډالۍ ستاینلیک اماده کړي.

ښاغلي دوکتور د اداري کارکوونکو سره ژمنه وکړل، چي په اینده کي به هم داسي مهم ټریننګونه داير سي.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم لسګونه ټریننګونه ترسره سوي دي او دا لړۍ به جریان ولري.

د اقتصاد پوهنځی استاد ښاغلي بریالي روحان د (سازماني سلوک) په اړه ټریننګ وړاندي کړ



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04