2022-06-07

موضوع: د ټولني د افرادو په زړونو کي د عزت پیداکولو لاري چاري

لیکنه: ثناء الله

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلینو د مقالو برخه)

د ټولني د افرادو په زړونو کي د عزت پیداکولو لاري چاري

۱– خپل پر تېروتنو اعتراف وکړئ او د تېروتني څخه وروسته د مخاطب کس څخه بخښنه وغواړئ.

په دې سره به هم الله تعالی درڅخه راضي سي او هم به تاسو د هغه شخص په زړه کي قدر او عزت ستاسو په شان کي پيدا کړئ.

۲–د نورو تېروتني نظر انداز کړئ او يا يې وبخښئ.

کله چي مو يو څوک پر تېروتني باندي وليدئ( چي ستاسو په شان کي وي) هغه نظر انداز کړئ او يا يې هم وبخښئ.

هو په داسي صورت کي ئې نظر انداز کړئ، چي هغه شخص پوه سي چي ما ښه کار ونه کړی.

۳–کله چي يو د بل سره ممخ کيږئ نو په سلام ويلو کي رقابت وکړئ تر څو تاسو لومړی سلام ووایاست.

په دې سره به هغه شخص تاسو ته په درنه سترګه سره وګوري او ستاسو قدر او عزت به لا نور هم ډېر سي.

۴–په حسن اخلاقو سره يو دبل سره مخامخ سئ.

کله چي يو د بل سره مجادله(علي بای مجادله مي وليکل مګر په معنا يې نه پوهېږم) يا مجلس کوئ، نو په نيکو اخلاقو سره يې وکړئ.په دې سره به هغه شخص ستاسو د ښه اخلاقو تر تاثير لاندي راسي.

۵–په مجلس يا محفل کي نورو ته خپل ځای ورکړئ او يا هم د هغه شخص لپاره ځای پيدا کړئ.

په دې سره به يو تر بل نزاکت هم مراعت سي او هم به ستاسو قدر او عزت لا زيات سي.

۶–په اخلاص سره يو د بل سره مرسته او نيکی وکړئ.

کله چي د بل سره مرسته کوئ، نو په پوره ايمان او اخلاص سره يې وکړئ.همېش يو تر بله نيکي وکړئ تر څو ستاسو د نيکو اعمالو پله نوره هم درنده سي.

او د خلکو په زړونو کي د ځان لپاره عزت پيداکړئ.

۷–يو د بل سره صِله رحمي وکړئ، خپګان او خواشيني له منځه یوسئ.يو د بل سره سوله وکړئ.

هسې يو متل دئ:«په دوښمنۍ کولو سره دوښمن وژل کيږي دوښمني نۀ».

خپګان، خواشيني، جنګ او جدل دا هغه ناوړه عملونه دي چي هم الله تعالی منعه ځيني ګرځولې او هم د هغه رسول تأکید کړئ چي‌ دا اعمال مه کوئ.همېش هڅه وکړئ چي د يو د بل سره روغه جوړه وکړئ، په خواشينۍ او خپګان کي بېله تاوان څخه هيڅ ګټه نسته.

که چيري مو يو د بل سره سوله او روغه جوړه وکړل، تاسو به يو د بل په زړونو کي د ځان لپاره قدر او عزت وګټئ.

۸–تل يو د بل سره په نرم لحجې سره مخامخ سئ.

نرم لحجه کارول يوه نيکي ده.نرمه لحجه يوه الهي ورکړه بللی سو.تر ټولو ډېر تاثير لرونکی عمل تر څو عزت او قدر د ځان لپاره په پيداکړو هغه نرمه لهجه کارول دي.يو د بل سره په خوږه ژبه خبري کؤل او ناسته پاسته کؤل نور هم يو د بل په زړونو کي عزت او قدر پيدا کوي.

موضوع: د ټولني د افرادو په زړونو کي د عزت پیداکولو لاري چاري



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23