2022-06-07

موضوع: په ټولنيز ژوند کي د فکر جوړولو اړتيا!

لیکنه: عبدالقادر تکين

دنده: د پوهنتون د عامه اړيکو آمر

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د استادانو او کارمندانو د مقالو برخه)

لومړى الله ج د ټولو مخلوقاتو په پرتله انسان ته لوی کمال ور ربخښي چي د مځکي پر سر يې خپل استازى خليفه وټاکي او اشرف د مخلوقاتو يې ياد کړ.

کله چي د خالق ج او بنده تر منځ ددې هوکړه وسول چي ادم ګواهي ورکړل چي ربه ته مي پيداکوونکی يې زه دي بنده يم او ستا هر امر ته به غاړه ږدم، بس دلته انسان ته د فردي اطاعت' عبادت او مسٶليت تر څنګ په ټوليز ژوند کي هم درانه مسوليتونه ور د غاړي سول.

مثلآ د اسلامي ارشاداتو په پلي کولو کي ونډه، د خلګو سره حسنه اخلاق، د مثبت فکر په رامنځ ته کولو کي هڅه، د مظلوم لاسنوی، د عدالت تامين، د ټولني د ناخوالو په لمنځه وړلو کي مشارکت، په ټوليز حشر کي ونډه او داسي نور، چي دا ټول خيريه کارونه د جوړو افکارو په شتون کي ممکن کېدلاى سي; الله تعالی انسانانو ته په خپل کلام کي فرمايلي دي چي فکر وکړي، زما په کايناتو او مخلوقاتو کي فکر وکړي او په داسي نورو برخو کي يې موږ ته د فکر کولو لار غوره کړې ده، اوس بحث دلته دا دى چي د ځوان کهول فکر جوړوني په اوس شرايطو کي ډيره اړتيا ده، د جوړ فکر په مټ کولاى سو، ډير لوړ اهداف لاس ته راوړو، خپل ارزښتونه وپيژنو او ويې ساتو، په دغه برخه کي علماء کرامو، علمي مراکزو او مشرانو رول اغېزمن دى.

که عام فکر جوړ سي; موږ به خپل مسٶليتونه په ښه ډول ادا کړو، د وطن خلګ به هڅول سي چي په اولادونو ديني او عصري تعليم وکړي، د ټولني وګړي به خپل ارزښتونه به خوندي کړي او تر ټولو مهم به ټولنه به د پرديو افکارو څخه ساتل سوې وي.

راځي دا نن د فکر جوړولو لپاره تر خپله توانه کار وکړو، تر څو هر اړخيزه اصلاح پر وجود راسي الله ج دي ماته او تاسي ټولو ته د نيکو اعمالو توفيق راکړي.

موضوع: په ټولنيز ژوند کي د فکر جوړولو اړتيا!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23