2022-06-07

د بصير احمد په نوم محصل د خپلي څېړني پايلي د ګډنوالو سره شریکي کړې!

پرون چهارشنبه د رواني سرطان میاشتي پر ۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي محصل بصير احمد نادي د خپلي ترسره کړي څېړني پایلي د غونډي د ګډونوالو سره شریکي کړې.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس، د څانګو آمرینو، اداري کارمندانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پيل سول چي وروسته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس استاد فرهاد داوري د پيل او ښه راغلاست وینا وکړل، ښاغلي داوري په خپله وینا کي د نوموړی محصل هڅه وستایل او د نورو محصلینو څخه يې هم د څېړنو کولو غوښتنه وکړل.

ورپسې ښاغلي نادي د خپلي ترسره کړې څېړنه چي په نړۍ واله سطحه د جزايي قواعدو پلي کوونکي ارګانونو اړوند کړې وه پايلي د ګډونوالو سره شریکي کړې.

همدارنګه ګډونوالو د یادي څېړني په اړه خپلي پوښتني مطرح کړې

چي د ښاغلي نادي لخوا ورته جوابونه ورکول سول.

د غونډي په ورستۍ برخه کي د پوهنځی د رهبري او استادانو لخوا د نوموړي محصل دا هڅه د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل سول او د لا بریالیتوب غوښتنه يې ورڅخه وکړل.

د یادوني وړ ده چي نوموړې څېړنیزه مقاله د ښاغلي استاد میر احمد رحلت تر لارښووني لاندي د مؤسسې د څېړني د ټولو اصولو مطابق ترتیب سوې وه.

د بصير احمد په نوم محصل د خپلي څېړني پايلي د ګډنوالو سره شریکي کړې!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23