2021-04-03

عمومي رئیس دوکتور صافي د کندهار د اقتصاد د رئیس سره د ګډو علمي برنامو د پلي کولو په موخه لیدنه وکړل

نن شنبه د حمل میاشتي پر څوارلسمه نېټه ښاغلي دوکتور صافي د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، اقتصاد پوهنځی د رئیس ښاغلي صدیقي او د اړیکو د مسؤل ښاغلي تکین په ملتیا د کندهار ولایت د اقتصاد د رئیس ښاغلي ګل محمد ارین سره د علمي برنامو د پلي کولو په موخه ولیدل.

په پیل کي ښاغلي دوکتور صافی د ښاغلي ارین څخه مننه وکړل، چي د علمي بنسټونو سره ښې اړیکي ساتي.

دوکتور صافي وویل موږ د مسلکي ټریننګونو لپاره ځانګړی پلان لرو، چي د ځینو ادارو سره یې په ګډه تطبیق کړو، د هغه په خبره چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې استادان او محصلانو اماده دي، چي خصوصي سکټورونو ته په تجارتي او پرمختیایي برخه کي طرحي ورکړي او په دغه برخه کي د اقتصاد ریاست همکاري مهمه ده.

د کندهار د اقتصاد ریاست ښاغلي ارین وویل موږ هم کوښښ کوو، چي د تحصيلي بنسټونو د بشري سرچینو د وړتیاو څخه خصوصي سکټور برخمن کړو.

ښاغلي ارین وویل موږ د اقتصادي کمېټې تر نوم لاندي د یو جوړښت په اماده کولو سره اخته یو، چي د نورو نهادونو تر څنګ به د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی رئیس به یې هم عضویت لري.

د ښاغلي ارین په خبره چي په راتلوونکي کي به د یوې اوږد مهالي همکارۍ لپاره ځانګړی پلان ترتیب کړي او د ټولو بنسټونو سره به همکاري وکړي.

د ملاقاتو پر وخت نظرونه سره تبادله سول.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم د اقتصاد ریاست فعلي رئیس ښاغلي ارین زموږ د پوهنتون په بېلابېلو علمي برنامو کي هم ګډون کړی وو.

عمومي رئیس دوکتور صافي د کندهار د اقتصاد د رئیس سره د ګډو علمي برنامو د پلي کولو په موخه لیدنه وکړل



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04