2021-04-04

د کندهار ولایت د مدافع وکیلانو خپلواک انجمن لخوا د مدافع وکیلانو د ظرفیت لوړوني پر پار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي محصلینو په دایر سوي ټريننګ کي ګډون وکړ

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی اړوند د قضاء او څارنوالۍ څانګه تل هڅه کړې تر څو د تمثیلي محاکمو، جرمي صحنو د بررسي کولو تمثیل، د بیلابیلو دولتي او خصوصي ادارو ته د انټرنشيپ په توګه او همدارنګه علني محاکمو په جلساتو کې د ګډون په موخه محصلینو ور معرفي کړي.

تر څو د خپلو محصلینو کاري وړتیا لوړه کړي. په همدې موخه یو ځل بیا د یادې څانګې یو شمېر محصلینو د مدافع وکیلانو د خپلواکي ټولني له خوا په دایر سوي ټریننګ کي د ګډون زمینه برابره کړه.

په یاد ټرینینګ کي د مدافع وکیلانو ترڅنګ د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د قضاء او څارنوالۍ څانګي محصلینو ګډون درلود چې پکښي د حقوقي وکالت اړوند مسايلو، د مدافع وکیلانو مسئولیتونو، حقوقو او همدارنګه له مؤکلینو سره د چلند په ډول مهم مباحث ترسره سول.

محصلینو د یاد ټریننګ څخه په استفادې ګډونوالو ته تمثیلي محکمه وړاندي کړه. د یادې تمثیلي محکمې د قضیې جرمي وصف سرقت و چي د هر محصل رول پکښي په ښه ډول تمثیل سو.

د یادوني وړ ده چي حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د محصلینو د عملي کار پر پار یو شمیر تمثيلي محکمې، حقوقي بحثونه او مناظرې ترسره کړي دي.

د کندهار ولایت د مدافع وکیلانو خپلواک انجمن لخوا د مدافع وکیلانو د ظرفیت لوړوني پر پار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي محصلینو په دایر سوي ټريننګ کي ګډون وکړ



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04