2021-04-04

د اقتصاد پوهنځی تکړه استاد ښاغلي بریالي روحان ته د ښه سمینار وړاندي کولو له کبله ستاینلیک ورکړل سو

پرون شنبه د حمل میاشتي پر څوارلسمه نېټه عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي د اقتصاد پوهنځی د رئیس په ملتیا ښاغلي روحان ته د ښه سمینار د وړاندي کولو په موخه ستاینلیک ورکول سو.

ښاغلي دوکتور صافي د استاد روحان هڅي وستایلې او په علمي برخه کي یې د دوی سمینار د اداري چارو په پرمختګ کي ګټور وبللی او هیله یې وښودل چي په راتلوونکي کي لا خپله همکاري زیاته کړي.

ښاغلي روحان هم په خپلو خبرو کي د پوهنتون د رهبري څخه مننه وکړل چي د دوی علمي هڅي یې وستایلې او ژمنه یې وکړل چي تلپاتي همکاري به کوي.

د یادوني وړ ده، چي ښاغلي استاد بریالي روحان تیره اونۍ د (اداري سلوک) تر عنوان لاندي هر اړخیزه سمینار وړاندي کړ.

د اقتصاد پوهنځی تکړه استاد ښاغلي بریالي روحان ته د ښه سمینار وړاندي کولو له کبله ستاینلیک ورکړل سو



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04