2022-07-26

موضوع: په ژوند کي د ستونزو مدیریت کول

لیکنه: محب الله هوتک

دنده: د نشراتـو آمريت آمر

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو مقالو برخه)

ژوند د ستونزو او پرمختګونو یوه لویه جزیره ده، نو هر انسان ته دا عظیم مسؤلیت ور په غاړه دی چي ستونزي مدیریت او بریالیتوب ته ځان ورسوي.

د همدې ستونزو په لا ښه مدیریت کولو کي دا لاندي ذکر سوي څو خبري ستاسو سره پوره مرسته کولای سي تر څو د بریا تر مقامه مو ورسوي.

۱- خیالات په حقیقت بدل کړئ که امکان نه لري نو پر همدې ځای د پای ټکی ورته کښېږدئ.

۲- علمي اړخ مو تقویه کړئ مکتب، پوهنتون، ماسټري...

هیڅکله یې په اړه فکر مه کوئ چي دا ټول بې فایدې دي.

۳- خپل اقتصاد تقویه کړئ، که پیسې نه لرئ نو د فني مسلک زده کړه شروع کړئ، لکه موبایل پروګرامر، کمپیوټر، خطاطي، نجاري، برقي، انلاین کارونه او داسي نور، شرم پریږدئ او دا نن یې پیل کړئ تر څو د کورنۍ څخه مو خپل جیب خرڅ واړوئ.

۴- منفي فکر مطلق د ذهن څخه وباسئ پر ځای یې مثبت فکره و اوسئ، تر څو ژوند مو درته مثبت و اوسي.

۵- ژوند مو پر مهالوېش جوړ کړئ کورنۍ، دوستان، ملګري، استادان او د خپل مسلک مهارینو ته مو وخت ور کړئ، ټول وپالئ خو پر حد او اندازه زیاتوب او کمبود یې ستاسو قدر کموي.

۶- که اوس دنده لرئ په پوره نوښت او علاقه یې مخته یوسئ او که علاقه نه ورسره لرئ نو په دې پوه سئ چي تاسو هم د هغه ادارې لپاره یو لوی خنډ یاست، باید پښې سپکي کړئ او بل ځای ځان ته کار برابر کړئ.

۷- که بېکاره یاست نو د خپل مهارت او فني مسلک څخه استفاده وکړئ حتی که په شخصي توګه هم وي لږ او ډېر ته یې فکر مه کوئ، فقط پیل د الله په نوم پر وکړئ، حتمي رب العزت پکښي برکت ایږدي.

۸- د کوم ډول سلوک چي تاسو غوښتونکی یاست، نو لومړی باید د مخاطب سره همغسي سلوک تاسو اجراء کړئ.

۹- احساساتي برخود همېش غلط عواقب درلودلي دي، نو په داسي وخت کي پر خپل ذهن پوره کنټرول ولرئ.

۱۰- د نوي ټکنالوژي او اوسني عصر سره ځان برابر کړئ، ځکه ژوند اوس د عصري ټکنالوژۍ په میتود کي روان دی.

نوټ: د خپل میاشتني عاید، درلودونکې شتمني، راتلونکی پلان او کمزوري نقاط مو په هیڅ صورت د چا سره مه شریکوئ، ځکه دا ټول د ځان سره محرم یعني پټ وساتئ.

موضوع: په ژوند کي د ستونزو مدیریت کول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23