2021-04-05

عمومي رئیس دوکتور صافي په کندهار ولایت مقام کي د چارو د ادارې د لوی رئیس سره په غونډه کي ګډون وکړ

د افغانستان د چارو د ادارې رئيس ښاغلي ډاکټر محمود فضلي پرون یکشنبه د یو پلاوي په ملتیا هر یو د ښار جوړوني او اراضي وزیر ښاغلی محمود کرزی، د جمهور رئیس سلاکار وزير ښاغلی جلال الدین سعید او د لوړو زده کړو علمي معین ښاغلي انجنیر عبدالتواب بالاکرزي کندهار ته سفر درلود، چي په لیدونو کي یې د نورو سکټورونو تر څنګ د تحصیلي بنسټونو د مسؤلینو سره هم ولیدل او په کندهار کي یې د لوړو زده کړو له وضعیت څخه ځان خبر کړ.

په غونډه کي پر بېلابېلو مسایلو خبري وسوې.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي ولسمشر غني کندهار ته په خپل سفر کي د لوړو زده کړو د نهادونو د مسؤلینو سره هم ليدنه کړې وه.

عمومي رئیس دوکتور صافي په کندهار ولایت مقام کي د چارو د ادارې د لوی رئیس سره په غونډه کي ګډون وکړ



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04