2021-04-05

عمومي رئیس دوکتور صافي د کندهار د عامي روغتیا د رئیس سره ولیدل

نن دوشنبه د حمل میاشتي پر شپاړلسمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان او طب پوهنځی د رئس په ملتیا د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست د رئیس ښاغلي ډاکټر محمد طاوس اشرف نادري سره د علمي همکاریو په موخه ولیدل.

په پیل کي ښاغلي دوکتور صافي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي معلوماتو تر څنګ د ځینو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړل.

ښاغلي دوکتور صافي د ډاکټر نادري څخه هیله وکړل، چي د طب پوهنځی په چوکاټ کي دي د دوی سره د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړي، چي ګټه به یې د طبابت د کور ټولو غړو ته ورسیږي.

ښاغلي ډاکټر نادري د دوکتور صافي هڅي وستایلې او په جنوب زون کي یې د میرویس نیکه لوو زده کړو مؤسسې خدمات د قدر وړ وبلل.

چي په پای کي د یوې اوږد مهالي همکارۍ پر رامنځ ته کیدو توافق وسو.

د یادوني ده، چي تر دې وړاندي هم د ځینو رئیسانو سره علمي لیدني سوي دي.

عمومي رئیس دوکتور صافي د کندهار د عامي روغتیا د رئیس سره ولیدل



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04