2023-08-17

د کندهاري او زابلي ولس لپاره يو ښه زیری!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري په هدایت د هیواد اقتصادي ستونزو ته په کتو سره د کندهار او زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ځانګړي تخفیف سکالرشيپونه ورکول سول.

یاد سکالرشيپونه د رسمي هوکړه لیک د لاسلیک کولو له مخي د هغه ځوانانو لپاره ورکول سول

چي اقتصادي ستونزي يې زیاتي په مخ کي وي او د لوړو زده کړو څخه محروم پاته وي.

د کندهار او زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس صاحبانو د یاد اقدام په اړه خوښي وښودل

او دا ډول فرصتونه يې د ځوانانو د تحصیل کولو لپاره ښه لاره وګڼل.

یادونه: په زابل ولایت کي علاقمند اشخاص کولای سي د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمریت ته د نوم لیکني لپاره مراجعه وکړي.

او په کندهار ولایت کي علاقمند اشخاص کولای سي د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمریت ته د نوم لیکني لپاره مراجعه وکړي.

نوټ: د میرویس نیکه پوهنتون کانکور ازموینه راتلونکې جمعه سهار اخيستل کيږي

فعلا يې د نوم لیکني چاري په طب، اقتصاد، حقوق او نړیوالو اړیکو کي جریان لري.

د کندهاري او زابلي ولس لپاره يو ښه زیری!



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22